روژه مو پر ذهن او بدن څه اغېز کوي؟

د انځور حقوق Getty Images

یادونه: دغه لیکنه لومړی ځل پروسږ کال پر همدې پاڼه خپره شوې.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هر کال میلیونونه مسلمانان له پیشلمي تر لمر لوېدو پورې روژه نیسي. تېرو کلونو کې د نړۍ نیمه شمالي کُره کې روژه په دوبي کې راځي او د نړۍ یو شمېر سیمو کې ورځې اوږدې او موسم تود وي.

د ناروې په څېر شمالي هېوادونو کې له ۲۰ ساعتونو هم روژه اوږدیږي. ایا دا د روغتیا لپاره ګټه لري؟ او که تر ۳۰ ورځو پورې روژه نیسو، پر بدن مو څه ډول اغېز کوي؟

لومړنۍ دوې ورځې

له تخنیکي پلوه له پیشلمي اته ساعته وروسته پورې بدن په عادي حالت کې وي، ځکه دا هغه وخت دی چې معده کې پروت خوراک په بشپړه توګه هضمېږي. له دې وروسته د انسان بدن په ځيګر او عضلاتو کې د زېرمه شوي ګلوکوز استعمال پیلوي.

کله چې دا هم ختمېږي، بیا جسم د وازدې له ویلي کېدو تر لاسه شوي ګلوکوز استعمالوي.

د انځور حقوق Getty Images

د خوراک په توګه په جسم کې د زېرمه شوې وازدې استعمال له کبله د انسان وزن کمېږي، بدن کې د کولېسټرول کچه ټیټه شي او د شکرې یا ذیابیطس خطر له منځه ځي.

خو دې سره په بدن کې د شکرې مقدار کمېدو له کبله انسان کمزوري او ستړیا محسوسوي. د سرګرځېدل، سردرد، خوا ګرځېدل او یا د ساه بدبويي هم ورسره مله کېدای شي. دا هغه وخت وي چې سخته لوږه محسوسېږي.

له درېیمې تر اوومې ورځې: د اوبو کمښت

کله چې بدن له روژې سره عادي شي، نو د وازدې له ویلي کولو ګلوکوز چمتو کوي او له همدې کبله باید له روژه ماتې وروسته ډېرې اوبه وڅښل شي، ځکه د روژې په حالت کې د خولې تویېدو له کبله په جسم کې د اوبو کمښت یا ډی هایډرېشن هم کېدای شي.

دغسې حالت کې باید په خوراک کې (توانايي) لرونکي یا غوړ خواړه شامل شي. د دې تر څنګ په خوړو کې د غوښې، مالګې او اوبو مناسب مقدار هم اړین دي.

له اتمې تر پنځلسمې ورځې: عادت

درېیم پړاو کې بدن له روژې سره عادت کېږي او د انسان طبیعت عادي حالت ته ګرځي. د کیمبرج پوهنتون اینیستھیزیا او انټینسیو کیئر څانګې ډاکټر رزین معروف وايي، له دې پرته نورې ګټې هم شته:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړۍ څو ورځې تر ټولو ډېره لوږه محسوسېږي

عادي ورځو کې موږ له اړتیا ډېرې کالوري کاروو چې له کبله یې بدن د خپل ځان ترمیم په څېر نورو چارو ته فرصت نه مومي. روژه کې دغه مسئله حل شي او د بدن پام نورو فعالیتونو ته اوړي او له دې کبله روژه له بدن سره په بیا رغېدنه او میکروبونو سره مبارزه کې هم مرسته نه کوي.))

له ۱۶ تر ۳۰ ورځې

د روژې په وروستیو ورځو کې بدن په بشپړه توګه د لوږې له حالت سره همغږی کېږي. لویه کولمه، ځيګر، پښتورګي او پوټکی دغه مهال د زهرو خونسا کولو detoxification) له بهیره تېريږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له روژه ماتې وروسته باید ډېرې اوبه وڅښل شي

ډاکټر معروف وايي: دغه مهال د غړو فعالیت په ټول زور سره تر سره کېږي، د یاداشت او تمرکز قوت ډېر شي او بدن کې زیاته انرژي راټوله شي. که لوږه تر ورځو پورې دوام کوي، بدن د عضلاتو له ویلي کول پیلوي، خو روژه کې بدن داسې ځکه نه کوي، چې د ورځې پای کې لوږه پای مومي.

نو ایا روژه روغتیا ته ګټه کوي؟

ډاکټر معروف وايي، هو، خو له یوه شرط سره.

"روژه ځکه ښه ده چې موږ ته د څه خوړلو او څه وخت خوړلو په اړه د فکر کولو فرصت راکوي، البته زه داسې مشوره نه شم ورکولای چې باید له یوې میاشتې زیاته روژه ونیول شی."

د وزن کمولو لپاره پرلپسې روژه نیول ځکه ښه نه دي، چې بالاخره وږی بدن له وازدې نه د انرژي تر لاسه کولو لپاره د عضلاتو ویلي کولو ته متوجه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین د روژه ماتې په خوړو کې توانايي لرونکي خواړه شاملول ګټور بولي

دا د روغتیا لپاره ښه چاره نه ده او معنا یې دا ده چې بدن مو د پرلپسې لوږې حالت ته ځي.

ډاکټر معروف زیاتوي: که په سمه توګه روژې ونیول شي، نو هره ورځ بدن بېرته انرژي تر لاسه کوي، چې له کبله د ګټورو عضلاتو له ویلي کېدو پرته وزن هم کمولای شو.

ورته مطالب