زلمی خلیلزاد: خبرو کې ډېر او چټک پرمختګ ته اړتيا لرو

د انځور حقوق Getty Images

د افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره د خبرو په وروستي پړاو کې د پرمختگ خبره کوي خو وايي د افغان جگړې ختمولو لپاره د يوه چوکاټ رامنځته کولو په لور گامونه ورو وو.

ښاغلي خليلزاد دوحه کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو اترو د شپږم پړاو له ختمېدا وروسته پر خپل ټوېټر پاڼې خپاره کړي يوه پيغام کې ليکلي چې د طرحې پر عملي جزيياتو کار کېږي.

نوموړی د انگريزي ژبې د يوه متل په کارولو غواړي ووايي چې دا کار ډېر پېچلى دى.

قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين هم وړاندې په خپاره کړي يوه ټويټ کې د خبرو دا پړاو ګټور بللى او په وينا يې دواړو خواو په غور او زغم سره یو بل ته غوږ ونیوه.

نوموړي زياته کړې چې اوس به دواړه لوري له خپلو مشرانو سره په دې برخه کې سلا مشورې کوي

خو د افغان سولې لپاره د امريکا سفير د خبرو اترو چټکتيا کافي نه بولي او د دغه بهير د لا گړنديتوب غږ کوي.

نوموړي په خپل ټويټ کې ليکلي.

"د خبرو اترو چټکتيا کافي نه ده. په داسې حال کې چې جگړه په زور کې روانه ده او ډېر شمېر بېگناه خلک وژل کېږي. موږ ډېر او چټک پرمختگ ته اړتيا لرو."

ښاغلي خليلزاد يو ځل بيا د تاوتريخوالي په کمېدا ټينگار کړى او وايي ټولو ښکېلو غاړې ته يې د تاوتريخوالي کمولو وړانديز پر ځاى دى.

قطر کې د شخړې او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات هم ويلي چې د واړو غاړو ترمنځ شته واټن په کمېدو دى او په ځينو پاتې مسلو به د خبرو په راتلونکي پړاو کې خبرې وشي.

سرچینې وايي چې په دغو خبرو کې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل، د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې ډاډينه، د افغانانو خپلمنځي خبرې او د تاوتريخوالي کمېدل چې يو بشپړ اوربند ته لار پرانيځې، د بحث موضوعات و. خو طالبان وايي يوازې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو په تړاو خبرې شوې.

ورته مطالب