مسلمیار: له طالبانو سره خبرو ته د مرکچي ټیم لومړنی نوملړ چمتو شوی

مسلم یار د انځور حقوق Getty Images

افغان چارواکي وايي، له طالبانو سره خبرو ته د ځانګړي مرکچي پلاوي لومړنی نوملړ چمتو شوی دی. د افغانستان مشرانو جرګې مشر چې د دغه پلاوي لپاره سلامشورې راټولوي، بي بي سي ته وویل د دغه نوملړ لومړۍ بڼه یې چمتو کړې او ښايي په را روانه اونۍ کې وروستی شي.

افغان حکومت کابو مياشت وړاندې له طالبانو سره د پخلاينې عالي شورا په نامه داسې جوړښت رامنځته کړی و چې د سولې هڅې وڅاري او سرپرستي يې وکړي.

دغې شورا د افغانستان د مشرانو او ولسي جرګو مشرانو ته دنده سپارلې وه چې د خبرو لپاره یو محدود مرکچي پلاوی وړاندیز کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار بي بي سي ته وویل اوس يې داسې نوملړ يې چمتو کړی چې د ټولو افغانانو استازولي کولای شي.

''زموږ لومړنۍ غوښتنه دا ده چې دا ټیم باید ډېر لوی نه وي. موږ تر لسو پورې نومونو باندې غور کاوه، خو بیا د دې لپاره چې ګوندونه او مشهورې سیاسي څېرې له دې ټیم سره ځان خبر وبولي، نو یو څه پراخوالی مو ورکړی. په نومونو اوس نه غږېږم، خو انشاالله چې د ولسمشر او مصالحې عالي شورا رهبرۍ لخوا تایید شي، بیا به یې یادوونه وکړو. ''

لا هم روښانه نده چې په دغه نوملړ کې څوک او په کومو ځانګړنو راغلي دي.

ښاغلی مسلمیار وايي، د نوي مرکچي پلاوي په جوړیدو کې به په کابل کې د سولې لپاره د رابلل شوې مشورتي لويې جرګې سپارښتنې هم په پام کې نیسي.

Image caption ښاغلی مسلمیار وايي، د نوي مرکچي پلاوي په جوړیدو کې به په کابل کې د سولې لپاره د رابلل شوې مشورتي لويې جرګې سپارښتنې هم په پام کې نیسي.

دغې جرګې سپارښتنه کړې وه چې داسې هر اړخیز مرکچي پلاوی دې جوړ شي چې شمېر یې تر ۵۰ کسانو ډېر نه وي او د دې جرګې استازي دې هم پکې وي.

په سپارښتنو کې د سولې عالي شورا د سمونې او ان لغوه کېدوه خبره هم شوې وه.

بلخوا د سولې عالي شورا مشرتابه غړی حاجي دين محمد وايي، د ورته مرکچي پلاوي جوړېدل ځکه اغېزناک دي چې د سولې عالي شورا په دې وروستیو کې د سولې له پرمختګونو څنډې ته شوې.

''مصالحتي شورا په دې موضوع کې موثریت نه درلود او همداسې د سولې عالي شورا له ډېره وخته دخیله نه ده. د دوی کار دا دی چې د سولې لپاره عام ذهنیت راجوړ کړي او د سولې شورا دا کار پخوا کړی دی او اوس په دې مسایلو کې ډېره ښکېله نه ده، د خبرو لپاره باید ټیم جوړ شي او له داسې خلکو جوړ شي چې هغوی سوله غواړي او له داسې خلکو باید جوړ شي چې د سولې مذاکراتو تجربې هم ولري. ''

ښاغلی دين محمد وايي، داسې یو پلاوی به مرسته وکړي چې له طالبانو سره د خبرو کوم فرصت له لاسه و نه وځي.

له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي پر سر په دې وروستیو کې ناندرۍ هغه مهال لا ډېرې شوې چې افغان حکومت په قطر کې د پلان شویو بین الافغاني خبرو لپاره یو ۲۵۰ کسیز نوملړ خپور کړ.

دغه خبرې چې ټاکل شوې وه د تېرې اپرېل مياشتې پر ۱۹ ترسره شي ظاهراً د همدغه دليل له مخې لغوه شوې.

د انځور حقوق .
Image caption له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي پر سر په دې وروستیو کې ناندرۍ هغه مهال لا ډېرې شوې چې افغان حکومت په قطر کې د پلان شویو بین الافغاني خبرو لپاره یو ۲۵۰ کسیز نوملړ خپور کړ.

پرون 'پنجشنبه می نهمه ' د طالبانو او امریکا تر منځ په قطر کې هم د خبرو شپږم پړاو داسې حال کې پای ته ورسېد چې لا هم د افغانانو د خپل‌منځي خبرو د پیلېدو کومه نښه ترې ونه ليدل شوه، خو له پای ته رسېدو سره يې دواړو لوریو له جزیاتو پرته د پرمختګ خبره وکړه. د امریکايي مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد وايي، په دغو خبرو کې چټک پرمختګ ته اړتيا ده.