کابل: عیدګاه جومات له بیارغاونې وروسته رسماً پرانیستل شو

عیدګاه جومات د انځور حقوق ARG

د کابل تاریخي عیدګاه جومات چې د جګړو او د پل محمود خان سیمې خونړي ځانمرګي برید له کبله زیان ورته رسېدلی و، له بیارغونې وروسته نن 'جمعه مې لسمه ' افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسماً پرانیست.

ولسمشر غني په دغه جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، هیله ده چې هر ښادي او غم په شریکه ولمانځوو:

''اصلي ټکی دا دی چې دا زموږ د خوښۍ ځای هم دی او د غم ځای هم، کله چې جومات د بم ایښودونکو لخوا ویجاړ شو نو کلکه اراده مې دا وه چې په داسې ډول بیا ورغول شي چې راتلونکي نسلونو ته یوه ډالۍ وي او هیله ده چې زمونږ ټول خلک په ښاديو او غم کې له یو موټيوالي او له فکري وحدت سره د خدای (ج) په ارادې اقدام وکړو. ''

د انځور حقوق ARG

د ارګ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر غني هوډ څرګند کړ چې له بالاحصار نیولې تر جشن سیمې پورې تاریخي سیمه به په اساسي توګه ورغاول شي.

کابل کې د کوچنيانو او مېرمنو په گډون ۲۸ کسان وژل شوي

افغان حکومت: د کابل دبريد قربانيانو سره به مرسته کوو

داسې اثر چې پښتو ژباړې یې پنځلس کاله وخت ونیو

اعلامیه زیاتوي ولسمشر غني له ټولو انجینرانو څخه وغوښتل چې د سیالۍ په توګه د جوماتونو داسې نقشې ترتیب او وړاندې کړي چې ''د استحکام ترڅنګ زموږ د لوی تمدن ښکلا ولري او استازیتوب یې وکړي. ''

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني وايي، کلکه اراده مې دا وه چې عیدګاه جومات په داسې ډول بیا ورغول شي چې راتلونکي نسلونو ته یوه ډالۍ وي

د افغان چارواکو په وینا د عیدګاه جومات د بیا رغاونې چارې د تېر کال کب میاشت کې پیل شوې چې د جومات د بیارغاونې چارې د ۶۱ میلیونو افغانیو او د انګړ او شنې ساحې چارې یې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت له ټاکل شوې مودې پنځه میاشتې مخکې بشپړې شوې.