خبریاله او د ولسي جرګې کار کوونکې مینه منګل وژل شوې

  • 11 می 2019 - 21 غویی 1398
مینه منګل د انځور حقوق FB

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پخوانۍ افغان خبریاله مینه منګل د شنبې په ورځ ' د مۍ ۱۱ ' د کابل ښار اتمه حوزه 'رحمان بابا مېنه ' کې نامالومو کسانو په ډزو وژلې ده.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، مینه منګل دندې ته روانه وه چې له برید سره مخ او ووژل شوه. د نوموړي په خبره، پولیس دا پېښه څاري.

تراوسه د نوموړې د وژل کېدو لامل نه دی مالوم، خو په کابل کې هدفي وژنې هم وخت ناوخت کېږي.

مینه منګل دا مهال د ولسي جرګې د کلتوري کمېسون سلاکاره وه، خو له دې مخکې تر لسو ډېر کلونه افغان رسنیو په تېره تلوېزوني چینلونو کې پروګرام جوړوونکې او ویانده پاتې شوې ده.

مینه منګل پر خبریالۍ سربېره له ادب او هنر سره مینه لرله او وخت ناوخت یې شعر هم لیکه.

د بي بي سي خبریاله زمزمه نیازۍ وايي، کلونه وړاندې مېرمن ادبي بهیر کې له مینه منګل سره بلده شوې وه.

د هغې په خبره، مینه به هلته د ادبي خپرونو د ثبت لپاره ورتله او شعر یې هم لیکه.

"هغه مهال زه د ښوونځي زدکونکې وم دې په یوه ټلویزون کې ادبي خپرونه درلوده ویل یې خپرونه کې یې میلمه شم ما زړه ښه نه کړ دې جدي راته وویل پښتنې نجونې باید مخ ته لاړې شي زه او ته یې باید پیل کړو ویل یې: زه په ډیرو ستونزو او مبارزو تر دې ځایه رسیدلې یم ټولنه کې اسانه ځای نه موندل کیږي".