هرات؛ څلور کاله، څلور زره د ښځو د ښایست عملیات

  • 12 می 2019 - 22 غویی 1398
ډاکټر نجیب الله نجیب
Image caption ډاکټر نجیب الله نجیب چې په میاشت کې یوځل له کابله هرات ته د ښکلا د عملیاتو د ترسره کولو په موخه راځي وایي، زه هره میاشت هرات ته چې راځم ۵۰ یا ۶۰ کسانو عملیات ترسره کوم. ۹۵ سلنه یې هغه کسان دي چې د ښایست عملیات ترسره کوي.

د افغانستان په لویدیځ کې د پلاستیکي جراحۍ او ښایست د عملیاتو ترسره کول په بې ساري ډول رواج شوي دي.

د هرات یوه خصوصي روغتون په تېرو څلورو کلونو کې د ښایست نژدې څلور زره عملیات ترسره کړي دي. دغه کسان چې اویا سلنه یې ښځې او نجونې دي د سترګو، پزې او پر مخ د لکو له منځه وړلو عملیات ترسره کړي.

نارینه یا ښځینه، شتمن یا بېوزله. فرق نه کوي. ټولو ته ښایست مهم دی. په هرات کې د پلاستیکي جراحي او ښایست په یوازېني روغتون کې هره ورځ د مراجعینو نسبتا اوږدې لیکې جوړیږي.

طوبا اکبري هغه پیغله ده چی وایي خوشاله دې پر مخ یې د پیدا شویو ټکو د له منځه وړلو لپاره بهرنیو ډاکټرانو ته نه ده اړمنه.

دا وایي: "هرڅوک د خپلی ښکلا په اړه فکر کوي. پر خپل مخ د پیدا شویو ټکو له امله ځوریدم. خوشاله یم چې دلته داسې روغتون شته چې دا یې ورک کړل. لګښت هم دلته مناسب دی. بهر کې خو سخت وي."

د دې روغتون چارواکي وایي څلور کاله کیږي چې کار یې پيل کړی او په دې موده کې یې د ښایست نژدې څلور زره عملیات ترسره کړي. د روغتون د چارواکو په وینا د ښکلا عملیات تر هغې وروسته زیات دود شول چې خلک له بهره راستانه شول او په کور د ننه وګړو هم په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه مالومات ترلاسه کړل.

هره میاشت ۵۰ عملیات

ډاکټر نجیب الله نجیب چې په میاشت کې یوځل له کابله هرات ته د ښکلا د عملیاتو د ترسره کولو په موخه راځي وایي:

" زه هره میاشت هرات ته چې راځم ۵۰ یا ۶۰ کسانو عملیات ترسره کوم. ۹۵ سلنه یې هغه کسان دي چې د ښایست عملیات ترسره کوي. د سترګو، شونډو. د پزې او د مخ د ښایست لپاره مراجعه کوي. اکثره یې ښځې دي."

که دا امکانات نه وي دوی به بهر ته تلل؟

ځواب: "اوس هم هغه کسان چې ډیر امکانات لري او د افغانستان پر طبابت عقیده نلري هند یا پاکستان ته ځې خو اوس د هغه کسانو شمیر زیات شوی چې پر خپلو ډاکټرانو باور لري او بهر ته نه ځې."

د هغو کسانو شمیر چې بهر کې د ښایست عملیات یې ترسره کړې ندي معلوم.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو کاله پخوا افغانستان کې د ښکلا عملیات نه کېدل.

فاطمه رحیمي د یوې شتمنې کورنۍ غړې ده او په بهر کې یې د پزې د ښکلا عملیات ترسره کړي. وایي د دې لپاره دا مهمه وه چې تر طبیعي حالته لا ښځینه څيره ولري او پزه یې کوچنۍ او نرۍ شي او دا یې ښه ګڼله چی بهر کې دا عملیات ترسره کړي.

نوموړی وایي: "دا پر ځان د باور سبب کیږي. ما هم فکر کاوه چې دغسې یوه عملیات ته اړتیا لرم، اوس ښه احساس لرم، دا چې ولې ما دا عملیات په بهر کې ترسره کړل لامل یې دا و چې د ښایست عملیاتو ته چمتو کېدل خطر دی. کوچنۍ تېروتنه د ټول مخ د ښکلا له منځه تلو سبب کېږي ځکه بهر ته ولاړم."

افغانستان په وروستیو کې د نړۍ په کچه د ډېرو غمجنو هېوادونو د نوملړ په سر کې پېژندل شوی. بېوزله هېواد هم دی، خو دا چې دلته په دې خونه کې یوازې په څلورو کلونو کې د ښایست څلور زره عملیات ترسره شوي ښایي په دې معنا وي چې دلته د ژوند او ښکلا سره لیوالتیا او شوق شته.