عکسونه: د کندهار ښار شتمن په جوماتونو کې د روژه ماتې لګښت ورکوي

دا عکسونه چې د کندهار ښار په یوه جومات کې اخیستل شوي د ډېرو نورو ورته روژه ماتو بېلګه ده. په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي دغلته شتمن په جوماتونو کې د روژه ماتې لګښت ورکوي او عام خلک کولی شي ورشي او همالته ډوډۍ وخوري.

Image caption په عام ډول د ډېرو خلکو د مړولو لپاره وریژې او قورمه پخېږي.
Image caption هغه چې د دېګ مسولین وي ډېری مهال د انصاف په پار په پای کې ډوډۍ خوري.
Image caption د دغه ښار په واټونو کې هم د ماښام د آذان پر مهال د روژماتې لپاره شربت او خرما تېریدونکو روژتیانو باندې وېشل کېږي.
Image caption دا کار په ډېرو جوماتونو کې کېږي، خو په نورو ځایونو کې سیمه ییز خلک له خپل کوره جومات ته خواړه وړي چې له نورو سره یې په شریکه وخوري چې پکې بې وزلي او مساپر هم وي.
Image caption کله کله تر ډوډۍ خوړونکو خدايي خدمتګاران ډېر وي چې نورو ته ډوډۍ او شربت ور رسوي.
Image caption د ماښام د آذان او د ډوډۍ د لومړۍ ګولې ترمنځ دعا د صبر او استدعا نښه بلل کېږي.
Image caption سربېره پر دې چې ډاکتران توصیه کوي چې د روژه ماتې پرمهال دې د یخو اوبو او شربتو له څښلو ډډه وشي، خو د روژه ماتې پر مهال ډېری خلک له یخو څښاکونو پرته پر بل څه فکر نشي کولی.
Image caption د ټولې ورځې د تندې په بدل کې، د شړمبو جګ پر سر اړول.
Image caption د روژه ماتې په څو لومړیو دقیقو کې ډېری خلک حیران وي چې خپله تنده ژر رفع کړي که لوږه.
Image caption ځینې مساپر او بې وزلي خلک د ښار له نورو برخو هغو جوماتونو ته ځان رسوي چې پکې شتمن عامو خلکو ته وړیا روژه ماتی برابروي.

.