کرېکټ: ممبی انډینز د هند غوره ليګ اتلان شول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا څلورم ځل دی چې ممبی انډينز د هند غوره ليګ اتلولي ګټي

ممبی انډينز لوبډلې د هند غوره ليګ سياليو پايلوبه کې چنای سوپر کېنګز ته په يوه منډه ماته ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې وګټله.

ممبی انډينز د پچې له ګتلو وروسته د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۹ منډې وکړې.

چنای سوپر ګېنګز د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ونشوای کړای د ۱۵۰ منډو ټاکلی هدف بشپړ کړي او لوبه يې وبايلله.

یو مهال چنای سوپر کېنګز په درې اورونو کې ۳۸ منډې پکار وې. خو شېن واټسن په اتلسم اور کې په دريو شپږیزو سره خپله لوبډله بریا ته نژدې کړه.

خو په نولسم او شلم اوور کې ممبی انډینز یو ځل بیا حالت کنترول کړ او د منډو مخه یې ونیوه.

د لوبې په وروستي بال چنای د بریال لپاره دوې منډې پکار وې خو د جسېت ملېنګا توپ د روېندر جدېجا پر پښه ولګېد او امپایر ګوته پورته کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چنای سوپر کېنګز لپاره شېن واټنس تر ټولو ښه لوبه وکړه نوموړي په ۵۹ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې.

د ممبی انډينز د توپ وهنې پيل ښه نه و، هېڅ کوم لوبغاړي ونشوای کړی چې پنځوسيزه ووهي. د دوی لپاره تر ټولو ډېرې ۴۱ منډې کېرن پولارډ وکړې. د ده تر ترڅنګ کوېنټن ډې کاک د ۲۹ او ايشان کېشن د ۲۳ منډو په جوړولو وتوانېدل.

د چنای کېنګز لوبډلې لپاره ديپک چهار درې، شاردول ټاکور او عمران طاهر دوې دوې وېکټې واخيستې.

د چنای سوپر کېنګز لپاره شېن واټنس تر ټولو ښه لوبه وکړه نوموړي په ۵۹ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې. د ده سربېره ډو پلېسېس ۲۶ او براوو ۱۵ منډې وکړې.

ممبی انډينز څلور ځله د هند غوره ليګ اتلولۍ ګټلې دي، لومړۍ ځل په ۲۰۱۳ کال کې دويم ځل په ۲۰۱۵ درېيم په ۲۰۱۷ او څلورم ځل سږ کال اتلولي وګتله.

د سږ کال ای پي اېل سياليو کې درې افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او مجيب ځدراڼ ګډون درلود چې لوبډلې يې ونشوای کړای پايلوبې ته لار ومومي.

اړونده مطالب

ورته مطالب