''افغانستان کې ۱۰۰ فعال روغتونونه تړل شوي''

  • 14 می 2019 - 24 غویی 1398
ډاکټران
Image caption د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیرزو هم دا مني چې د جګړې ښکیلو خواوو ځينې روغتیايي مرکزونه په نښه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې نژدې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه او کلینکونه د جګړو او نا امنیو له کبله تړل شوي دي.

دغه سازمان ویلي په همدې موده کې درې روغتیايي مرکزونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۱۲ نور د روانو ناخوالو له کبله زیانمن شوي هم دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې په ډېرو مواردو کې یاد روغتیايي مرکزونه د جګړو د ټولو ښکېلو خواوو لخوا نېغ په نېغه ګواښل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د جګړې ښکېلو غاړو لخوا له روغتیايي مرکزونو څخه د پوځي موخو په توګه استفاده نه ردوي او وايي، ځينې روغتیايي مرکزونه د بریدونو پایله کې زیانمن شوي دي.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د هسکې مینې ولسوالۍ قومي مشر خان ولي وايي، په سیمه کې يې روغتیايي مرکزونه هم د دولت د مخالفو وسله والو او هم د دولت ملاتړو ځواکونو لخوا په نښه او ویجاړ شوي دي.

په ننګرهار کې تر ډېره داعش، طالبان او افغان حکومتي ځواکونه یو له بل سره په جګړه بوخت دي او یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د افغان او امریکايي ځواکونو ډېر عملیات پکې کېږي.

د یاد سازمان د تېرو نژدې څلور نیمو میاشتو موندنې ښيي چې له ټولو ۹۹ تړل شویو روغتیايي مرکزونو څخه يي ۹۰ د ختیځ په دریو ولایتونو ننګرهار، لغمان او نورستان کې دي، که څه هم ویل کېږي چې په لغمان کې ۲۳ مرکزونه بېرته پرانېستل شوي دي.

د تړل شویو مرکزونو شمېر په ننګرهار ولایت کې ۵۰ او نورستان کې ۱۷ ته رسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیرزو هم دا مني چې د جګړې ښکېلو خواوو ځينې روغتیايي مرکزونه په نښه کړي دي.

Image caption د روغتیا نړیوال سازمان په وروستیو څه باندې څلورو میاشتو کې د ۱۶ ولایتونو په ۱۱۴ روغتیايي مرکزونو ۵۱ ډوله حملې ثبت کړي

د روغتیا نړیوال سازمان په وروستیو څه باندې څلورو میاشتو کې د ۱۶ ولایتونو په ۱۱۴ روغتیايي مرکزونو ۵۱ ډوله بریدونه ثبت کړي او ویلي يي دي د دې له منځه ځينې يي مستقیم په نښه شوي او یو شمېر نورو د جګړو او ناامنیو له کبله خپل کارونه درولي دي.

دغه سازمان په روغتیايي مرکزونو هر ډول بریدونه د بشر له حقونو ښکاره سرغړاوی بللی او ويلي يي دي په افغانستان کې دغې برخې ته ورپېښ ګواښونه د دې سبب شوي چې ډېر خلک له لومړنیو روغتیايي خدمتونو محروم پاتې شي.

په راپور کې راغلي چې روغتیايي مرکزونو ته د ورپېښو ګواښونو ور ها خوا په همدومره موده کې د روغتیا د برخې ۱۰ کارکونکي وژل شوي، ۱۰ ژوبل شوي او ۷ تنه نور هم تښتول شوي دي.

ورته مطالب