ولسمشرۍ نوماندان: غني باید د غبرګولي پر لومړۍ نېټه واک پرېږدي

  • 14 می 2019 - 24 غویی 1398
اشرف غني د انځور حقوق Arg
Image caption د ارګ ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په یوه استول شوي ویډیویي پيغام کې ویلي د سرپرست حکومت په اړه هر ډول جوړښت د اساسي قانون خلاف دی.

د ولسمشرۍ نوماندانو شورا له افغان ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې د جوزا ( غبرګولي) په لومړۍ نیټه واک پریږدي او د هېواد چارې یوه چار سمبالي ته وسپاري.

دغه شورا، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو جوړه ده، یوه طرحه هم وړاندې کړه چې هغې کې ېې د حکومت د چارسمبالي د ټاکل کېدو څرنګوالی او اړوند نور مسائل وړاندیز کړي دي.

د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندان چې د یوې شورا په چتر کې سره راټول شوي وایي، که محمد اشرف غني غواړي د غبرګولي له لومړۍ نیټې وروسته هم د دولت چارسمبالی پاته شي، نو باید د راتلونکو ټاکنو له نوماندۍ لاس په سر شي.

د نوماندانو شورا خبرداری ورکړ که ښاغلی غني خپله د دوی په ټکو د اساسي قانون خلاف کار ته دوام ورکړي، دوی به د یوې اجماع له مخې د دولت د سرپرست د ټاکلو تکل وکړي.

دوی وایي، له ګوندونو، نوماندانو، علماو اوملي شورا، د اساسي قانون پر پلتیا د څار او بشري حقونو کمیسیونونو ، مدني ټولنو او ښځو او حقوق پوهانو شبکو نه جوړه یوه اجماع به د دولت د سرپرست ټاکلو ته مټې راونغاړي.

د نوماندانو شورا وایي، همدغه اجماع به د دولت نوماند سرپرست ته رایه ورکوي او هر چا چې ډېره رایه واخیسته، د چارسمبالي په توګه به د دولت واک اخلي او لوړه به کوي.

د انځور حقوق Chakhansuri Facebook
Image caption د ارګ ویاند هارون چخانسوري وایي د سرپرست حکومت په اړه هر ډول جوړښت د اساسي قانون خلاف دی

دوی وایي، که د ولسمشرۍ کوم نوماند غواړي چې ځان د سرپرست حکومت څوکۍ ته نوماند کړي، باید ولسمشرۍ ټاکنو ته له نوماندۍ لاس په سر شي.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په یوه استول شوي ویډیویي پيغام کې ویلي د سرپرست حکومت په اړه هر ډول جوړښت د اساسي قانون خلاف دی:

"د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو خبرو ته په درناوي باید ووایم چې د اساسي قانون د تفسیر مرجع د افغانستان ستره محکمه ده، هېڅوک نه شي کولای په خپله خوښه اساسي قانون تفسیر کړي، د سرپرست حکومت په اړه هر ډول جوړښت د اساسي قانون او جمهوري نظام خلاف دی، د نوماندانو له خوا واندیز شوې طرحه هم د اساسي قانون خلاف ده."

د افغانستان د اساسي قانون په ۶۱ ماده کې راغلي چې د ولسمشر د واک موده د پنځم کاري کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه له ټاکنو وروسته پای ته رسیږي. په دې ماده کې دا وضاحت نشته چې که ټاکنې ځنډیږي د ولسمشر برخه لیک به څه کیږي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption ۱۸ نوماندانو خپل نومونه د افغانستان راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ثبت کړي دي.

خو درې اونۍ وړاندې سترې محکمې پریکړه وکړه چې له مخې یې ولسمشرغني د راتلونکي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې په خپل ځای پاتې کیږي.

د ولسمشرۍ نوماندانو پخوا هم د سترې محکمې دغه حکم غندلی وه.

د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې لانجمنې شوې او د ملي یووالي حکومت د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې لوړه وکړه.

اوس راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې هم د تلې میاشتې شپږمې ته پلان شوي چې ورسره د ملي یووالي حکومت د لوړې هم پنځه کاله پوره کیږي.

ورته مطالب