افغانستان کې د امریکا ولسي پروژو ته بیا کتنه کېږي

  • 15 می 2019 - 25 غویی 1398
نرسانې د انځور حقوق بي بي سي پښتو
Image caption دا پروژې چې د روغتیا، زدکړو، کرنې او ښې حکومتولي په برخه کې د افغانستان مختلو برخو کې روانې دي

افغان او امریکايي چارواکو سره منلې چې افغانستان کې د امریکا ولسي پروژو ته بیا کتنه وکړي.

دا ګام د افغان حکومت په غوښتنه د دې لپاره پورته کېږي چې دا مرستې د بې اغېزې پروژو په ځای پر داسې بېخ بنسټو پروژو ولګېږي چې څرګندې پایلې ولري.

د هغو پروژو شمېر ۲۵۰ ته رسېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا اداره یا یو اېس اېډ یې افغانستان کې مالي ملاتړ کوي.

خو دا پروژې چې د روغتیا، زدکړو، کرنې او ښې حکومتولي په برخه کې د افغانستان مختلو برخو کې روانې دي، افغان حکومت یې پایلې څرګندې نه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز کابل کې د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله او د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي سره لیدنه کې ویلي چې د کابل په غوښتنه دې ولسي مرستو ته بیا کتنه کوي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي هم بي بي سي ته وویل چې دا مرستې به د مهمو بېخ نبسټو پروژو په لور ماتې کړي:

"دوو پړاوونو کې به چې هر یو به دوه یا درې ورځې وخت نیسي ټولو سکتورونو کې پروژې کتل کېږي هغه که د کرنې یا نورو برخو کې وي او کوشش به دا وي چې دا ډېرې پروژې به په څو غټو پروژو وېشل کېږي. او داسې پروژې ترې جوړې شي چې پایلې ښکاره وي او خلکو ته معلومې وي او د افغانستان ودې او ځان بساینې سره مرسته وکړي."

ټاکلې ده چې د امریکا او افغانستان ګډ پلاوی دا پروژې وارزوي او پایلې دواړو حکومتونو ته وسپاري.

د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکلې ده چې د امریکا او افغانستان ګډ پلاوی دا پروژې وارزوي او پایلې دواړو حکومتونو ته وسپاري.

کابل کې د امریکا سفارت هم د سې شنبې په ورځ رسنیو ته اعلامیه کې ویلي، چې له ارزونو وروسته به متحده ایالتونه دا مالي مرستې د افغانستان د پرمختيايي ستراتیژۍ له مخې درجه بندی کړي.

اعلامیه کې دا هم راغلي چې متحده ایالتونه د افغانستان د ځان بساینې لپاره د دغه هېواد د حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ور کوي.

ورته مطالب