د کوچيو ښځو ژوند

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کوچیانو ستونزې

د کابل سوېل ختیځ کې د یوه غره شنې او نمجنې لمنې ته ورغلم چې څه باندې لس خړې کېږدۍ ولاړې دي.

په یوه کېږدۍ مې سترګې ولګېدې چې شا ته یې درې غواوې څرېدلې، د غواوو شاوخوا کې د چرګانو کړت کړت ډېره وه او د کېږدۍ مخې ته یو سپین سپی تړل شوی و.

کېږدۍ ته د سر په ورښکاره کولو یوې ځوانې ښځې راته غږ وکړ:

"راځه راځه ستړې مه شئ."

دا خماره وه چې له خپلې خواښې او لېوره ښځې سره بنډار کاوه.

له خمارې سره ناستو ښځو په ما د کومې مرستندویه ادارې کارکوونکې ګمان وکړ په ډېر ورېن تندي راسره په خبرو لګیا شوه.

خو کله چې ما ورته وویل خبریاله یم، د خمارې د خواښې د تندي ګونځې سره ورغلې او ما ته یې وویل "لورې ډېر خبریالان راغلې او لاړې خو زموږ ژوند کې خاورې بدلون هم نه دی راغلی."

Image caption د کوچیانو له سخت ژوند نه خلک تر ډېره نه دي خبر په کمره کې له دوی سره خبرې او د ژوند انځور ترلاسه کول یې هم ګران کار دی.

مخې ته مې د تورې چاینکې ترڅنګ د شنو چایو له پیالې غوړپ وکړ او په ترخه خندا مې خماره وپوښته چې د کېږدۍ په ستن د ګولیو خلته د چا ده؟

۳۵ کلنۍ خمارې په خواره خوله وویل:

" دغه دوا زما ده، له ډېرو ترخو ګولیو پلاسټیکونه ډک کړي خو ولاکه یې فایده کړې وي، توله بیکاره ده".

په زانګو کې د خمارې ۴ میاشتنی زوی له خوبه راویښ شو، ومې پوښته دا دې څووم ماشوم دی او زیږون یې چېرې شوی دی؟

Image caption که څه هم کوچیانې ښځې ابتدایي ژوند لري خو نارینه یې د کوچیتوب ژوند دوام ته لېوال دي بیا هم د دغه ژوند د پرمخ وړلو دروند بار په ښځو دی.

دې په خندانه خوله وویل: "دا مې یوولسم ماشوم دی، ماشومان مې په کېږدۍ کې زېږولي خو اوس یې داسې کړې یمه لکه وسپنه چې راواخلې او ښه یې چیته چمبوله کړئ او کونج ته واچوئ، ښه ټوک ټوک یمه، دغه هر بند مې داسې ختلی ته به وایې چې زما نه دی، په لاره چې ځم د هډوکو مې کړپا خېژي".

خمارې د خپلو ماشومانو په زیږون کې د شفاخانې مخ نه دی لیدلی، هڅه مې وکړه چې لامل یې پیدا کړم.

د ۱۱ ماشومانو دغې ۳۵ کلنې کوچۍ مور ویل:

"دغه مې خېمه ده، داسې مې خوار او زار عمر دی، راځو په پردي ډاګ او جایداد کې وخت تېروو، د هر شي اړتیا او مجبوري لرو، په ګرځنده ژوند کې ډاکټر او شفاخانه له کومه شي."

د خمارې له کېږدۍ نه په وتو کتل مې چې په یو لاس زانګو زنګوي او په بل لاس نغرۍ سمبالوي.

په یو وخت د څو کارونو کول د کوچۍ ورځنۍ ژوند دی.

د غره په شنه او پراخه لمنه کې د کېږدیو کیسې سره ورته وې، په کم عمر کې واده شوې ښځې اوس له پنډو خېلخانو سره په سختو کارونو بوختې دي.

Image caption د افغانستان د سرشمېرنې مرکزي ادارې د کوچیانو شمېر ۱ اعشاریه ۵ میلیونه ښودلی چې ۷ سوه زره یې ښځې دي.

د نتکۍ په نوم یوه بله کوچۍ د دې خبرې ژوندی مثال دی.

۵۵ کلنه نتکۍ هم په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې وه.

د ۶ اولادونو او اتو لمسیانو نیا د ګرځنده ژوند له سختیو تنګه شوې او وايي، کوچیانی ژوند وي نو کوچیانې به هم له دې ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

نتکۍ ویل: "موږ له ټول زحمت او سختګۍ سره مخ یوو، اوبه، کویی، ځای، ډاکټر، شفاخانې او ښوونځي نشته.

دې خیمې ته څوک مکتب او شفاخانه ورکوئ؟ زموږ دا ټول ژوند په همدغو خېمو کې خراب دی."

د نتکۍ ګاونډۍ هم له کوچیانۍ ژوند نه خوښه نه برېښېده.

ملتانې هم خپل سر په کوچیانۍ ژوند او خړو کېږدیو کې سپین کړی.

Image caption پنځوس کلنه غونچه وايي، نارینه چې ورته ووايي چا ته رایه ورکړه، هماغه ته رایه اچوي

دې ویل: "پنځه ماشومان مې د داکټر او دوا په نشتوالي او د ژوند په سختیو کې رانه مړه شول، خو خدای بیا زما غېږه په لسو نورو ماشومان راډکه کړه، خو نور خپلو نږیندو ته دغه خوار ژوند نه غواړم، بس یو ځای کې سره مېشت شو همدې کې به مو خیر وي".

د کوچیانو نفوس

د افغانستان د سرشمېرنې مرکزي ادارې د کوچیانو شمېر ۱ اعشاریه ۵ میلیونه ښودلی چې ۷ سوه زره یې ښځې دي.

د کوچیانو له سخت ژوند نه خلک تر ډېره نه دي خبر په کمره کې له دوی سره خبرې او د ژوند انځور ترلاسه کول یې هم ګران کار دی.

د کوچیانو د چارو د سمونې لوی ریاست هم د کوچیو مېرمنو دغه ستونزې مني او وایي، د کوچیانو د ژوند د ښه والي لپاره پام وړ کارونه نه دی شوي.

که څه هم کوچیانې ښځې ابتدایي ژوند لري خو نارینه یې د کوچیتوب ژوند دوام ته لېوال دي بیا هم د دغه ژوند د پرمخ وړلو دروند بار په ښځو دی.

ورته مطالب