امریکايي ځواکونو هلمند کې افغان سرتېرو ته اوښتې مرګژوبله تایید کړې

ازره د انځور حقوق AFP
Image caption کورنیو چارو وزارت وايي، د ادعا شوې بمبارۍ په اړه پلټنه کوي

په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو بمباري کې د افغان امنیتي سرتېرو وژل کېدل تایید کړي او پر دې پېښه یې خواشیني څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال ډېو بټلر وايي، په هلمند کې د درنې جګړې پر مهال افغان ځواکونو ترې د هوايي مرستې غوښتنې کړې وه او دوی ته هدفونه په نښه شوي وو چې ګواکې هلته افغان امنیتي سرتېري نه شته، خو د اعلامیې په وینا له بده مرغه هلته افغان امنیتي سرتېري موجود و او دغه غمجنه پېښه رامنځته شوه.

اعلامیه کې ویل شوي د دغه ناسم پوهاوي په اړه پلټنې کېږي چې د بیا دغسې پېښو رامنځته کېدو مخه ونیول شي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې پېښه کې دواړو ښکېلو لوریو، طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې.

له دې مخکې د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاء الله افغان بي بي سي ته وویل، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د هلمند د عمومي لارې د کنډک د قومندان په ګډون اتلس پولیس وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکايي ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي، دوی ته ویل شوي وو چې د هدف په ځای کې افغان امنیتي ځواکونه نه شته ( فایل تصویر)

ښاغلي افغان زیاته کړه، افغان ځواکونو غوښتل د طالبانو یو بېرغ له یوه ټانکر موټر نه ښکته کړي چې د دواړو خواو ترمنځ نښته کېږي او لنډ ځنډ وروسته د بهرنیو ځواکونو لخوا دغه سیمه بمبارېږي چې افغان امنیتي ځواکونو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د سوېلي هلمند ولایت نهر سراچ ولسوالۍ کې پر یوه پوسته د طالبانو له برید وروسته،‌ امنیتي ځوکونو ځوابي برید وکړ، چې ورپسې د غوڅ ملاتړ الوتکو 'درانه ګوزارونه وشول' او مخالفو وسله والو ته یې مرګ ژوبله واړوله، خو طالبان وايي بمبار پر افغان پوځيانو شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د نهر سراج اړوند پر تانکۍ امنیتي پوسته طالبانو برید وکړ،‌ چې امنیتي ځواکونو او د غوڅ ملاتړ الوتکو پرې درانه هوايي بریدونه وکړل او مخالف وسله وال یې ووژل.

ښاغلی رحیمي لیکي، په دې جګړه کې ۸ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې ''د غوڅ ملاتړ په هوايي برید کې ځینو پولیسو ته مرگ ژوبله اوښتې. دا چې دا کسان د دښمن په برید کې په نښه شوي او که د بهرنیو ځواکونو لخوا، د کورنیو چارو وزارت او غوڅ ملاتړ یو ګډ هئيت دغه پېښه څېړي چې جزییات به یې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر له خلکو سره شریک شي."

خو د وسله والو طالبانو یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، امریکايي ځواکونو پر پولیسو بمبار کړی چې د ۴ قومندانانو په ګډون یې ۳۵ عسکر وژلي دي.

د قاري یوسف له خوا رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېر ماخوستن شاوخوا نهه بجې د لښکرګاه ختیځه دروازه سیمه کې د پولیسو د اکاډیمۍ پر امنیتي پوسته طالبانو برید وکړ.

نوموړی وايي، د جګړې په اوږدو کې له یادې اکاډیمۍ د پولیسو یو لوی کتار د راوتلو په حال کې و،‌ چې دوی ماینونه پرې وچوول.

دی وايي، وروسته د امریکايي ځواکونو الوتکې سیمې ته ورسېدې او پر پولیسو یې بمبار وکړ.

د طالبانو د ادعا له مخې، پولیسو د "وژل شویو" قومندانانو نومونه هم یاد شوي دي.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه نښته

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان لوری وایي پاکستاني ځواکونو هڅه کوله پر پوله ازغن تار وغځوي چې افغان ځواکونو یې مخنیوی وکړ او له دې سره ترینګلتیا رامنځته شوه.

په تېرو څو ورځو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستانیو ملېشو،‌ چې ویل کېدل د طالبانو ملاتړ هم ورسره و، له پولیسو سره جګړې دوام کړی و.

د کندهار امنیه قومندن تادین خان ویلي وو، پاکستاني ځواکونو هڅه کوله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اغزن تار وغځوي، چې افغان ځواکونو یې مخنیوی وکړ او له دې سره ترینګلتیا رامنځ ته شوه.

تادین خان وايي په دغې څو ساعته نښته کې څلور پاکستاني پوله ساتي ځواکونه او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي. افغان لوری ادعا کوي چې د پاکستان دوه پوځي ګاډي هم په نښته کې ویجاړ شوي دي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

بل لور ته افغان چارواکي وایې د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو پوله ساتو تر منځ ترینګلتیا پاي ته رسېدلې ده.

د راپورونو له مخې تېره ورځ د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوله ساتو ځواکونو د توغول شویو توغندیو له کبله دوه کوچنیان مړه او څه باندي لس نور ملکیان ټپیان شول.

وسله وال طالبان بیا وایي، چې د زابل سیوري ولسوالي یې تر لنډې جګړې وروسته نیولې ده، هغه ادعا چې د حکومت له خوا رد شوې.

ورته مطالب