امریکا او طالبانو د ډوډۍ پر مېز څه ویل؟

  • 17 می 2019 - 27 غویی 1398
د طالب او امریکايي استازو د خبرو ځای، دوحه د انځور حقوق diplomatic club doha
Image caption د طالب او امریکايي استازو د خبرو ځای، دوحه

څو ورځې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د خبرې پوښښ لپاره په دوحه کې د خبرو خونې تر انګړې مې ځان رسولی و او د تړلو دروازو تر شا د شپږم پړاو خبرې روانې وې.

په درېمه ورځ فضا یو ځل بدله شوه. زلمی خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل "د سولې د هر پړاو پایله دا ده چې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې دې وسلې پر ځمکه کېږدي او دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه سلا وکړي او موږ تیار یو".

په ډېپلوماټیکه سیمه کې د درېیمې ورځ خبرې دوولس ساعتونه وغځېدلې.

د هغې ورځې په ماښام قطریانو یو ښایسته او مشهمور هوټل طالبانو او امریکایانو ته د مېلمستیا لپاره ځانګړی کړی و او د عربي خوړو بوې دهلېز نیولی و او هوټلیان د بوفې ډوله ډک دیګونو مخ ته د مذاکرې له خونې راوتونکو مېلمنو ته منتظر وو.

د شپې تر نهه نیمو بجو خبرې روانې وې. خو کله چې دروازه پرانیستل شوه، طالبانو بیرون ته مخه کړه، خپل ځیرک ټیلېفونونه یې له هغو صندوقونو را وخیستل چې د قطري امنیتي کسانو لخوا ساتل کېدل او بیا د هوټل انګړ ته لاړل.

زه ساعتونه دې ته په تمه وم چې د طالبانو له مرکچې پلاوي سره د قطر د امنیتي کسانو له سترګو لرې خبرې وکړم.

د ښاغلي عباس ستانکزي په ګډون پنځه نور طالب مرکچیان- چې هیجاني او جدي ښکارېدل- د هوټل د انګړ يوه څنډه کې سره را ټول شوي وو او خپلو لوړ پوړو چارواکو ته یې غږیز پیغامونه لېږل" د نوي حکومت جوړول، د سفارت رامنځ ته کول... موږ داسې وویل، هغوی دا ډول وویل" هغه څه وو چې د دوی ترمنځ رد او بدل کېدل.

ښځه او نظامیان

داسې برېښېده چې ښاغلي خلیلزاد په درېیمه ورځ طالبانو ته د مرکچي مېز پر سر ښه انتخاب وړاندې کړی و.

د طالبانو استازي او امریکايي مرکچیان چې دوه پوځیان او کورتۍ لمن کې یوې مېرمن چې د پښو په رنګ جورابې یې په پښو وې پر هغه مېز سره ګډ ناست وو چې له لسو ډولو نه زیات خواړه پرې اېښي وو.

د انځور حقوق QATAR OFFICIAL SOURCES
Image caption د طالبانو د مخکېنیو خبرو د پړاو ارشیفي عکس

دواړه لوري د ډوډۍ پر مېز، د جګړې له مېدان نه لیرې له یو بل نه خوښ بریښېدل.

د هوټل هغه کارکوونکي چې ډوډۍ یې پر مېزونو ویشله کېدای شي فکر به یې نه کاوه چې دا دواړه غاړې دې له دې ښایسته هوټل نه دوه زره کیلومټره لیرې یعنې په افغانستان کې د یو بل پر وړاندې جنګېږي او د یو اوبل د وینو تږي دي.

یوه امریکايي چارواکي د طالبانو د یوه مرکچي د خبرو په تاکید ویل "ستاسو نظر مې خوښ شو" او د طالبانو استازي ورته وویل" بیا ونه وایې چې موږ له ډیپلوماسۍ سره اشنا نه یو".

لږ وروسته مې د طالبانو له یوه مهم غړي چې په تېرو دوو ورځنیو ناستو کې یې ګډون درلود و پوښتل، هغه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل،" زموږ او د امریکايي پلاوي ترمنځ هېڅ ستونزه نشته خبرې په ښه ډول مخ ته ځي.

ما د ښاغلي خلیلزاد د ټوېټر پیغام ته اشاره وکړه، هغه ویلي یې وو طالبان باید خپله وسله پر ځمکه کېږدي او ومې ویل چې بهر ټول اندېښمن دي چې خبرې له کوم خنډ سره مخ نه شي.

خو هغه د خلیلزاد د ټوېټر بل پیغام ته اشاره وکړه چې ویلي یې وو د جګړې ښکېلې خواوې دې وسله پر ځمکه کېږدي، هغه د ویاړ په لهجه وویل دا بيخي د تعجب خبره ده چې یو امریکايي چارواکی اخر دې ته اړ کیږي چې ووايي دواړه غاړې باید وسله پر ځمکه کېږدي.

د طالبانو دغه استازي وویل، ښاغلي خلیلزاد" د خپلې تېرې ورځې د تېروتنې د اصلاح لپاره" دغه پیغام لیکلی او په معنا لرونکې خندا سره یې ورو وویل د خلیلزاد د ټوېټر او هغه څه چې زموږ سره د مذاکرو پر مېز د خبرو ډول دی، توپیر لري.

د بغلان برید او د دوحې مذاکرات

طالبانو تل، په تېره بیا له پنځم پړاو خبرو وروسته د اوربند موضوع ته حساسیت ښودلی دی.

د طالبانو او امریکايانو تر منځ د خبرو په څلورمه ورځ طالبانو د بغلان په زړه پلخمري ښار کې د پولیسو په قومندانۍ یو ډله ییز برید وکړ. په دغه برید کې له سلو زیاتو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په همدې دوحه ښار کې څو کاله وړاندې طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړل شو چې کابل توند غبرګون پرې وښود

له بغلان نه کابو دوه زره کېلومټره لرې په دوحه کې د طالبانو یو مذاکره کوونکی مې ولید چې د لمانځه د وقفې پر مهال مخکې له دې چې د مذاکرې د مېز پر لور لاړ شي د بغلان د برېد خبرونه یې په یو شمېر خبرې سایټونو کې کتل.

طالبان په دې ډېر باوري دي چې په افغانستان کې د ډلې له خوا ورته بریدونه د مذاکرو پر مېز د دوی د پلاوي دریځ نور هم قوي کوي.

له امریکا سره د خبرو بیا پیلېدل او په پسرلي کې د دې ډلې د عملیاتو زیاتېدل کېدای شي ډېرو ته په دې معنا وي چې طالبان سولې ته لېوال نه دي، خو یو شمېر طالبان په دې باور دي چې د جګړې زور اړین دی چې امریکایان هغوی جدي وګڼي او غوښتنو ته یې غاړه کېږدي.

ښاغلي خلیلزاد د خبرو د شپږم پړاو د مذاکرو پر مېز نوې طرحه وړاندې کړه "د تاوتریخوالي او جګړې کمول چې اوربند ته لار هوار کړي". له دې وړاندې هغه تل په هر اړخېز اوربند ټینګار کړی و.

دغه امریکايي استازي د خپلې نوې طرحې په اړه ونه ویل چې نښتې باید د کومو شرایطو له مخې کمې شي، چې اوربند ته لار هواره شي.

دغه طرحه په افغانستان کې د طالبانو لپاره د امن ځایونو ورکړې اټکل یو ځل بیا را ژوندی کړ.

یو شمېر په دې باور دي چې د ښاغلي خلیلزاد موخه کېدای شي د سیمو او ولسوالیو په کچه اوربند وي، چې ورو ورو وغځېږي.

طالبانو ته یوې نژدې سرچینې وویل د تاوتریخوالي د کمېدو د طرحې یوه برخه دا وي چې دوی په ښارونو کې خپلې حملې کمې کړي.

دې سرچینې تایید کړه چې له دې وړاندې هم د سیمې په کچه د اوربند خبره شوې وه، خو د دې سرچینې په باور د تاوتریخوالي کمښت به کېدای شي د اوربند په معنا نه وي.

د انځور حقوق Reuters

د مذاکرو پرمهال په نړیواله موسسه برید

د طالبانو او امریکانو ترمنځ په دوحه کې د خبرو پر شپږمه ورځ طالبانو په کابل کې په یوه نړیواله موسسه برید وکړ، چې په دغه برید کې پنځه تنه ووژل شول او له شلو زیات یې ټپیان کړل.

طالبانو وویل چې د کونټرپارټ انټرنېشنل موسسې د امریکایانو د موخو لپاره په افغانستان کې څېړنه او فعالیت کاوه.

دغه برید په افغانستان او بهر په ځانګړي ډول د امریکا غوسه را وپاروله خو د سولې خبرو پر بهیر یې اغېز نه لاره او خبرې لا یوه بله ورځ هم وغځېدې.

سره له دې چې په دغو مذاکراتو کې افغانستان هره ورځ د بریدونو او نښتو شاهد و، خو دواړو خواوو په نرمه لهجه او هیله مننونکي پیغام سره د خبرو شپږم پړاو پای ته ورساوه.

داسې ښکاري چې طالبان او امریکان تر ډېره په دې خبرو سره په ځينو برخو کې سره سلا شول او سخت اختلافي نظرونه یې چې سره لرل حل کړل.

خو اوس انګېرل کېږي چې د طالبانو عمده اندېښنه اوس دا ده چې په افغان دولت کې د دوی اسلامي امارت او یا افغان دولت د طالبانو امارت کې څنګه مدغم شي.

داسې برېښي چې طالبان په افغانستان کې د جګړې د میدان پرېښودلو لپاره له امریکا د ځانګړي ضمانت د ترلاسه کولو په لټه کې دي.