ورځپاڼې: افغان حکومت د طالبانو او خلیلزاد د خبرو په اړه کافي مالومات نه لري

د انځور حقوق QATAR OFFICIAL SOURCES

امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې امريکا کې د افغان سفيرې رويا رحماني وروستيو څرگندونو ته اشاره کړې او وايي امريکا کې د افغانستان لوړپوړې استازې خبردارى ور کوي چې له طالبانو سره د ولسمشر ټرمپ د ادارې په مخامخ خبرو کې افغان حکومت په تياره کې ساتل شوى او له دې امله داسې اندېښنې رامنځته شوې چې د سولې هر راز هوکړه به د برياليتوب لپاره کافي ولسي ملاتړ ونه لري.

اغلې رحماني امريکا کې يو شمېر خبريالانو ته ويلي افغان حکومت داسې احساس نه کوي چې گواکې د ښاغلي خليلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو په تړاو ورته کافي مالومات ور کړل شوي.

اغلې رحماني دا پوښتنه هم راپورته کړې چې طالبان پر کوم بنسټ د ٣٥ ميليون افغانانو په استازيتوب د سولې خبرې کوي.

د ورځپاڼې په وينا اغلې رحماني د هغو اندېښنو په تړاو خبرې وکړې چې د امريکا را د بره کېدونکي پلانونه به د جگړې په ډگر کې طالبان زړور

کړي.

ورځپاڼه وايي د افغان سفيرې دا څرگندونې د امريکا او افغان حکومت ترمنځ د ژورېدونکي نه باور تازه نښه ده.

د فوربس مجله وايي ايران داسې انگېري چې له امريکا سره د دغه هېواد په زياتېدونکې ترينگلتيا کې سعودي او اسراييل هم ورگډېږي.

مجله د سعودي عرب نيوز ورځپاڼې د تېرې ورځې سرليکنې ته اشاره کوي چې ويلي یې دي ايران بايد بې سزا پاتې نشي.

ايران بايد له سزا او مخنيونکو اقداماتو سره مخ شي چې پوه شي ناوړه کړنې بې سزا نه پاتېږي.

ورځپاڼې ويلي دا اقدام بايد په ځانگړو موخو محاسبه شوي کره بريدونه وي.

مجله ليکي، د ايران د انقلابي ساتونکو مشر تېره ورځ ويلي و چې له غليم سره بشپړې جگړې ته ډېر نژدې دى او دا اسلامي انقلاب لپاره تر ټولو پرېکنده شېبه ده.

د مجلې په وينا حسين سلامي وړاندې د سعودي، امريکا او سراييلو مثلث ته گواښ کړى و.

مجله وايي اسراييل او سعودي د ايران په تړاو ډېر سره همغږي دي. دليل يې دا دى چې دواړه ترې گواښ احساسوي.

انډين اېکسپرېس ورځپاڼې ليکلي ډيلي کې يوه ښځه وروسته له هغه ووژل شوه چې له کور د باندې يې لوښۍ مينځل او ناولې اوبه يې په تېر وتنې پر يوه گاونډي وپاشلې.

پېښې دا گاونډى په غوسه کړ او پر دغه ښځه يې د چړې گوزار وکړ او وسې وژله. وژونکى اوس پوليسو نيولى.