"د افغانستان کابو ۴۷ سلنه وګړي رواني ستونزې لري"

روغتیا د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا سروې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ترسره کړې

په افغانستان کې د یوې نوې ترسره شوې سروې پایلې ښیي چې د دې هېواد کابو ۴۷ سلنه وګړي په رواني ستونزو اخته دي. خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې د رواني ستونزو درلودل د رواني ناروغۍ په معنا نه دي.

دا سروې د عامې روغتیا وزارت لخوا په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوې وه او په تېر ۲۰۱۸ کال کې بشپړه شوې.

د دغې سروې پایلې ښیي چې روانه جګړه، بېوزلي او نامالوم راتلونکی افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته کېدو لوی لاملونه دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د رواني ستونزو د کچې مالومولو په موخه یې د لومړي ځل لپاره په ۱۵ ولایتونو کې له نژدې ۱۳ زره کسانو سره مخامخ یو ساعته مرکې کړې دي.

دغه سروې د همدې مخامخ مرکو پر بنسټ بشړه شوې ده.

د دې سروې پایلې په داسې حال کې خپرېږي، چې سبا دوشنبه د می شلمه نېټه د ذهني روغتیا په اړه د پوهاوي ورکولو د اوونۍ وروستۍ ورځ ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارپوهان وایي، رواني ستونزې د رواني ناروغۍ په معنا نه دي

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ د ذهني روغتیا په اړه د پوهاوي کمپاین ته ځانګړې کړې وه.

په دې اوونۍ کې د روان پوهانو له خوا خلکو ته د رواني ناروغیو په اړه پوهاوی ورکول کېده او د درملنې پر لارو چارو هم خبرې ورسره کېدلې.

د عامې روغتیا وزارت کې د رواني ناروغیو د څانګې مشر ډاکتر بشیر سروري وایي، د دوی څېړنو موندلې ده چې په افغانستان کې کابو ۴۷ سلنه کسان رواني ستونزې لري.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

"فرض وکړئ چې یو څوک خپل ځوان زوی له لاسه ورکوي. مالومه خبره ده چې د دې کس رواني وضعیت به ښه نه وي، خورېږي به. خو دا په دې معنی نه ده چې دا کس ناروغ دی. که دا حالت یې دوام وکړ، یا نور غمونه ورباندې راشي او مرسته هم ترلاسه نه کړي، بیا کېدای شي چې په ژور خپګان اخته شي".

کارپوهان وایي، په افغانستان کې روان وضعیت د دې هېواد وګړي تر رواني فشار لاندې راوستي او له ستونزه سره یې مخ کړي دي.

دوی وایي، روانه جګړه، بېکاري، کډوالي او نور دېر لاملونه شته چې خلک یې په رواني ستونزو اخته کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جګړه، بې وزلي او بېکاري د رواني ستونزو لوی لاملونه دي

د عامې روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کې په ژور یا نورو خپګانو د اخته کسانو کچه شاوخوا ۷ سلنه ده، خو ټینګار کوي چې دا د نورو هېوادونو پرتله ډېره لوړه کچه نه ده.

خو افغانستان کې په رواني صدمې د اخته کسانو کچه تر پنځو لوړه ده، چې دا د نورو هېوادونو پرتله یو څه لوړه بلل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، روانۍ ناروغۍ یا ستونزې له دې کبله باید جدي وګڼل شي چې که چېرته یې پر وخت درملنه ونشي نو ښایي په رواني معلولیت بدلې شي.

دوی ټینګار کوي چې د یوې ټولنې د وګړو رواني حالت، د دې ټولنې له ودي او پیاوړتیا سره مخامخ اړیکه لري، چې باید له پامه ونه غورځول شي.

افغان چارواکي ټینګار کوي چې د لس کاله پخوا پرتله اوس په افغانستان کې د رواني ناروغیو او مخنیوي لپاره اسانتیاوې ډېرې شوې دي.

ورته مطالب