کرېکټ؛ افغان لوبډله له نړیوال جام وروسته نوی روزونکی ګوماري

کرېکټ د انځور حقوق ACB
Image caption دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د کرېکټ نړیوال جام ته لس ورځې پاتې دي

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته ویلي، د ملي لوبډلې د اوسني روزونکي فېل سایمنز قرارداد د په راتلونکې جولای میاشت کې ختمېږي، او کرېکټ بورډ پلان لري چې د نړیوال جام تر لوبو وروسته د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره په شرایطو برابر یو نوی روزونکی وګوماري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي له بي بي سره خبرو کې وویل، د ښاغلي سایمنز قرارداد د جولای میاشتې پر پنځلسمه نېټه پای ته رسېږي، او تر هغه وروسته به کرېکټ بورډ نوی روزونکی ګوماري.

ښاغلي فضلي وایي، کرېکټ بورډ غواړي داسې یو کس د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وګوماري چې د دوی پر شرایطو برابر وي، او تر ټولو مهم شرط دا دی چې نوی روزونکی په افغانستان کې کار کولو ته چمتو وي.

فېل سایمنز د وېسټ انډیز پخوانی الرونډر کرېکټ لوبغاړی دی، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونه کوي.

یو شمېر نړیوال رسنیو بیا د ښاغلي سایمنز له خولې لیکلي چې دی پخپله نه غواړي چې له افغان کرېکټ بورډ سره خپل قرارداد وغځوي، او په دې اړه یې د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو ته حال ورکړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وېسټ انډیز دغه پخوانی الرونډر سایمنز له ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغانستان د لوبډلې روزونکی دی. وايي اوس افغان کرېکټ بورډ ته ویلي چې خپل تړون نه غځوي.

تېره میاشت په یوې ناڅاپي پرېکړه کې افغان کرېکټ بورډ لوبډلمشر اصغر ستانکزی لېرې کړ او پرځای یې د یو ورځنیو سیالیو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر په توګه وټاکه.

دې بورډ همدا راز رحمت شاه د ټیسټ او راشد خان د شل اوره لوبو لپاره مشران وټاکل.

د دوه مخکښو افغان کرېکټ لوبغاړو راشد خان او محمد نبي په ګډون ګڼو کسانو د بورډ په دې پرېکړې نیوکې وکړې.

اوسنی روزونکي سایمنز وایي، د دې ادلون بدلون په اړه افغان کرېکټ بورډ له ده سره سلا نه ده کړې:

"زه هېڅ خبر نه وم، ماته یې هېڅ دلیل نه دی ویل شوی. دا د افغان کرېکټ بورډ او د غوراوي کومیټې پرېکړه وه."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د پنځه وارې نړیوال جام ګټونکې لوبډلې اسټرالیا سره د جون په لومړۍ نېټه ترسره کړي.

هغه ویلي، نړیوال جام ته د افغان لوبډلې رسولو کې خپل او د افغان کرېکټ بورډ هدف ته رسېدلی او اوس وخت راغلی چې خپله دنده پرېږدي.

اي اېس پي ان کرېک انفو 'ESPNcricinfo' ته ښاغلي سېمانس ویلي: "وروسته له دې چې افغان کرېکټ بورډ سره مې تړون پای ته ورسېږي، یو بېل کار ته مخه کوم. زما تړون د جولای په ۱۵ وروستی کیږي."

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د کرېکټ نړیوال جام شاوخوا لس ورځې وروسته پیلېږي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د پنځه وارې نړیوال جام ګټونکې لوبډلې اسټرالیا سره د جون په لومړۍ نېټه ترسره کړي.