د عکسونو البوم: د بلخ کروندې، د بې ځایه شویو ښځو سرپنا

  • 20 می 2019 - 30 غویی 1398

د افغانستان شمالي بلخ ولایت مزار شریف ښار شاوخوا کې هره ورځ لسګونه ښځې په کروندو کې په کارونو بوختې وي. دې ځمکو او کروندو د هغو لسګونه میندو لپاره کاري فرصت پیدا کړی، چې په نورو سیمو کې له خپلو مېنو بې ځایه شوې او بلخ ولایت ته کوچېدلې دي.

عکسونه په شمال کې زموږ مکار حمید فهیم راستولي دي

افغانستان
Image caption یوشمېر دغه ښځې د کورنۍ یوازېنۍ ډوډۍ ګټونکې دي
افغانستان
Image caption ډېری دا ښځې د بل له نورو سیمو بې ځایه او کډه شوې دي
افغانستان
Image caption ځینې دغه ښځې د بلخ له ګاونډیو ولایتونو مزار شریف ښار شاوخوا ته تللې دي
افغانستان
Image caption داسې ښځې هم پکې شته چې مېړونه یې له لاسه ورکړي او د کورنۍ ټول مسؤولیتونه د دوی پر غاړه دي
افغانستان
Image caption دوی د غنمو له کروندو ناسم وږي ټولوي
افغانستان
Image caption د دغو ښځو شمېر لسګونو ته رسېږي
افغانستان
Image caption دا ښځې په دې کار سره ډېره لږ مزدوري ترلاسه کوي
افغانستان
Image caption دغه ښځې ټوله ورځ په لمده ځمکه کې کار کوي
افغانستان
Image caption د بلخ د کرنې په څېړنیز فارم کې چې د هېواد له لویو کرنیزو فارمونو دی، تر ۶۰ ډېرې ښځې کار کوي

.