افغانستان: په څوارلسو کې لس درمل پلورونکي غیر مسلکي دي

  • 20 می 2019 - 30 غویی 1398
صابر عزیز
Image caption د کابل ښار یو تن درمل پلورونکی انار ګل چې د فارمسۍ په برخه کې یې مسلکي زده کړې کړي وایي د درملو پلورل یوه حساسه موضوع ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې له ۱۴ زرو درمل پلورنځیو په ۱۰ زره هغو کې یې غیر مسلکي کسان ناست دي.

دغه وزارت وایي په درملتونو کې د فارمسستانو نه شتون د هېواد په کچه یوه جدي ستونزه ده.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او درمل جوړولو قانون له مخې هرڅوک چې درمل پلوري باید په دې برخه کې مسلکي زده کړې او تحصیلي سند ولري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي د مسلکي فارمسیستانو ستونزه سراسري ده او دوي هڅه کوي له خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونو سره په ګډه د مسلکي درمل پلورونکو د کمښت ستونزه هواره کړي.

ښاغلی مایار وايي "دا واقعاً لویه ستونزه ده، موږ په دې کار کوو چې څنګه له خصوصي سکټور او د دولتي سکټور له لارې وکړای شو د فارمسیستانو او مرستیال فارمسیستانو شمېر زیات کړو چې دغه ضرورت د خلکو او وطن پوره کړو."

د غیرمسلکي فارمسیستانو پراخ موجودیت د دې لامل شوی چې د درملو قاچاقچیان هم په آسانۍ وکړی شي قاچاقي درمل په درملتونو وپلوري.

Image caption د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي د مسلکي فارمسیستانو ستونزه سراسري ده.

بل خوا روغتیا پالان د غیرمسلکي کسانو له خوا د درملو پلورل خطرناکه چاره بولي او زیاتوي دا کار د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د داخله ناروغیو مختصص ډاکټر خالد وایي حکومت باید هر چاته د درمل پلورلو اجازه ورنه کړي.

هغه وايي "زه د یوه ډاکټر په توګه ټولو دواخانو ته سپارښتنه کوم چې مسلکي دوا پلورونکي وګوماري ، هغه کسان چې غیر مسلکي دي او درمل پلوري باید دا کار ونه کړي ، څوک چې درمل پلوري باید په دې برخه کې یې زده کړې وي او په هرڅه پوه وي، ځکه دا د خلکو د مرګ او ژوند مسله ده، کېدای شي داسې دوا ورکړي چې ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي."

د معلوماتو له مخې نه یوازې دا چې په لویه کچه په درملتونو کې غیرمسلکي کسان فعالیت کوي بلکې په ډېرو سیمو کې عادي هټې هم درمل پلوري.

Image caption د داخله ناروغیو مختصص ډاکټر خالد وایي حکومت باید هر چاته د درمل پلورلو اجازه ورنه کړي.

له دې سره سره په ډېرو درمل پلورونځیو کې به د یوه مسلکي درمل پلورونکي ترڅنګ څو نور کسان هم ووينئ چې درمل پلوري خو درمل پلورونکي وایي چې که په درملتون کې یو مسلکي کس هم وي نورو کسانو سره مرسته کولای شي .

د کابل ښار یو تن درمل پلورونکی وایي دی ډیر کله نه وي او زوی يې په درملتون کې ناست وي.

بل خوا بیا هغه کسان چې په دې برخه کې مسلکي زده کړې لري وایي د څو کاله زیار او زده کړو وروسته یې د درملو پلورلو اجازه لیک ترلاسه کړی دی.

د کابل ښار یو تن درمل پلورونکی انار ګل چې د فارمسۍ په برخه کې یې مسلکي زده کړې کړي وایي د درملو پلورل یوه حساسه موضوع ده چې دا د هر چا کار نه دی چې په عادي توګه وپلوري.

درې کاله وړاندې د عامې روغتیا وزارت له خوا ترسره شوې یوه سروې ښيي چې په ټول افغانستان کې نژدې ۱۴۳۸۵ درمل پلورنځي ورسره ثبت دي چې تر ټولو ډېر یې په کابل او کم یې په نورستان ولایت کې دي.

د دغې سروې له مخې په افغانستان کې سره له دې چې ډېر درمل پلورنځي مسلکي درمل پلورونکي نه لري د دې ترڅنګ یوازې یوه سلنه قانوني او روغتیایي مقررات پکې مراعات کېږي.

Image caption بل خوا بیا هغه کسان چې په دې برخه کې مسلکي زده کړې لري وایي د څو کاله زیار او زده کړو وروسته یې د درملو پلورلو اجازه لیک ترلاسه کړی دی.

د سروې د معلوماتو له مخې سره له دې چې ډېر درمل پلورنځي د جوازلیک تر لاسه کولو پر مهال خپل فني کس معرفي کوي خو د قانوني مودې د پای ته رسېدو وروسته چې یو کال دی بیا هم کار دوام ورکوي، نو ځکه هېڅ تمه باید ونه لرو چې د تخنیکي کس د نه شتون په صورت کې له هر درملتون د معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

په سروې کې دې ټکې ته هم اشاره شوې چې د دې ټولو ستونزو اصلي لامل دا دی چې په افغانستان کې درملتون جوازلیکونه هرچا ته ورکړل شوي په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې دا کار اصلاً شونی نه دی او باید هرڅوک چې درملتون پرانیزي فارمسست واوسي.

اړونده مطالب