یوناما: فساد افغانستان کې د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی

  • 20 می 2019 - 30 غویی 1398
یوناما د انځور حقوق unama news

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په خپل تازه رپوټ کې وايي، د افغان حکومت له هڅو سره سره بیا هم فساد د ډېرو افغانانو پر ژوند اغیز کړی او اداري فساد لا هم په افغانستان کې د اوږمهاله سولې او شفافیت پر وړاندې لوی خنډ دی.

یوناما دغه رپوټ کې افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې له مدني ټولنې سره د اداري فساد پر ضد ګډ کار وکړي او هغه خنډونه هم له منځه یوسي چې د فساد ضد هڅو په برخه کې د نادولتي ادارو پر وړاندې پراته دي.

د یوناما دغه رپوټ وايي د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې د ولسي جرګې تر سره شوې ټاکنې د ادارې فساد یوه لویه بېلګه وه، چې له امله یې ولسمشرمحمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ټول مشران له دندو لېرې کړل او د هغوی د اداري فساد دوسیې اوس سترې محکمې ته استول شوې دي.

یوناما په خپل رپوټ کې ټینګار کوي چې اداري فساد افغانستان کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

د یوناما دې رپوټ د فساد ضد هڅو لپاره د افغانستان قضايي بنسټونه ستايلي، خو سپارښتنه کوي چې په راتلونکي کې هم باید اوږدمهاله اغېزناکګامونه پورته شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوناما وایي، د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له ستونزو ډکې وې

رپوټ وايي، د ۲۰۱۸ او د ۲۰۱۹ کال په لومړیو میاشتو کې د معیارونو او اداري جوړښتونو په ښه والي کار شوی او دا چاره د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره اړخ لګوي.

رپوټ د بېلګې په ډول د افغانستان د جزا نوی قانون ستایلی چې هر اړخیز دی او کولی شي د ملګرو ملتونو هغه غوښتنې پوره کړي چې د فساد د اړوندو جرمونو د قضیو په اړه يې لري.

خو له دې ګامونو سره سره د یومانا دا رپوټ ښيي چې د افغان حکومت له هڅو سره سره بیا فساد د ډېرو افغانانو پر ژوند اغېز کړی او په افغانستان کې د اوږمهاله سولې پر وړاندې یو خنډ دی.

یوناما افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې د فساد له منځ وړلو لپاره یوه اوږمهاله ستراتیژي جوړه کړي، تر څو مخکینۍ لاسته راوړنې وساتي او د فساد پر وړاندې د خلکو اراده لا هم پیاوړې کړي.

په افغانستان کې ادارې فساد په اړه د ملګرو ملتونو دا درېیم راپور دی چې خپرېږي. دغه راپور د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ بیا د ۲۰۱۹ کال تر اپریل میاشتې مودې ته کتنه کړې.

ورته مطالب