"افغانستان کې کابو یو میلیون ماشومان یتیمان دي"

  • 21 می 2019 - 31 غویی 1398
افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یتیمو ماشومانو لپاره کافي پالنځي نشته

د افغان حکومت د اټکل له مخې په دې هېواد کې د یتیمو ماشومانو شمېر شاوخوا یو میلیون دی، چې له دې ډلې یې یوازې لس زره هغه په پالنځایونو یا یتیم خانو کې ساتل کېږي. د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وایي، د دې لس زرو یتیمو ماشومانو لپاره په ټول هېواد کې ۶۵ یوازې دولتي او خصوصي پالنځایونه شته.

په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړي بنسټونه د یتیمو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د حکومت ګامونه اغېزمن نه بولي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په هېواد کې د یتیمو ماشومانو کره شمېر نه دی څرګند، خو د اټکل او د یو شمېر راپورونو له مخې دا شمېر شاوخوا یو میلیون ښودل شوی.

د افغانستان د یتیم خانو عمومي رئیس فیضان احمد کاکړ د یتیمو ماشومانو د ملاتړ او ساتنې لپاره د پام وړ کارونه نه دې شوي.

نوموړی وایي، د یتیمو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، خو هغه امکانات چې دوی ته په کار دي، په لاس کې یې نشته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکومت مکلف دی چې تر اتلس کلنۍ د یتیمو ماشومانو پالنه وکړي

د افغانستان د قوانینو له مخې، له اتلس کلنۍ ټول کم عمره ماشومان چې بې سرپرسته وي، دولت یې په پالنځیو کې د روزنې زمینه برابروي او کله چې دوی له اتلسو کالو پورته شي نو اړ دي چې له پالنځیو ووځي.

خو په کابل کې د یوې شخصي یتیم خانې مشر مجیب الرحمن لحاظ بیا په دې اند دی چې یتیمان تر هغو چې په ټولنه کې په خپلو پښو نه وي درېدلي باید د حکومت تر جدي پاملرنې لاندې وي او ملاتړ یې باید وشي.

ښاغلی لحاظ وایي:"د افغانستان حکومت د نړیوالو کنوانسینونو له مخې د ماشوم عمر یا طفلیت سن تر ۱۸ کلنۍ ښودلی دی. موږ په اندیښنه کې یو او خپله اندیښنه مو د بشر د حقونو له کمیسیون سره هم شریکه کړې ده. په دې خبره باید تجدید نظر وشي، ځکه چې په افغانستان کې عموما په همدغه سن یعنی ۱۸ کلنۍ کې په جګړو، ټولنیزو ناخوالو کې له تنکي ځوانانو ناوړه ګټه اخیستل کېږي. که زموږ په ۱۸ کلنۍ کې له یوه ماشوم نه لاس واخلو دا په دې مانا چې هغه موږ یو باغ ثمر ته رسوو خو د یوه بل چا په لاس کې یې ورکوو چې ورنه ناوړه ګټه پورته کړي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مرستندویه ټولنې وایي، افغان حکومت د یتیمانو د سوکالۍ لپاره مناسب ګامونه نه دي اخیستي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې درې اعشاریه یو میلیون ماشومان د جګړې، قاچاق، په نشه یې توکو د روږدېدو او نورو خطرونو سره مخامخ دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې یتیم ماشومان دي.

د ماشومانو ملاتړي بنسټونه افغان حکومت د یتیمو ماشومانو وضعیت ته په نه پاملرنې تورنوي او په دې برخه کې د جدي ګامونو غوښتنه کوي.

ورته مطالب