''د یو ډالر بیه ۸۰ افغانیو ته ورسېده''

  • 21 می 2019 - 31 غویی 1398
ډالر د انځور حقوق Getty Images

د کابل اسعارو بازار کې د یوه ډالر بیه اتیا افغانیو ته رسېدلې. د یوه ډالر بدل کې د اتیا افغانیو بیه تېرو ۱۵ کلونو کې بې سارې بلله کېږي. تېرو څو اونیو موده کې د یوه ډالر بیه د ۷۶ او ۷۹ افغانیو تر منځ وه، خو په کابل کې د بهرنیو اسعارو مرکزي بازار شهزاده سرای له اعلان سره سم اوس د یوه ډالر بیه اتیا اعشاریه شل افغانیو ته رسېدلې ده.

تېر کال په همدې بازار کې یو ځل د یوه ډالره بیه ۷۸ افغانیو ته ورسېده، خو وروسته بېرته کمه شوه، خو له تېرې څه مودې راهیسې افغانۍ پرلپسې د ډالر مقابل کې ارزښت له لاسه ورکړ.

د ډالرو بیې له لوړېدو سره د افغانستان بازارونو کې د بېلا بېلو موادو بیو لوړېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق چې تېر کې یې د ډالرو بیو لوړېدو خبرې ګنګوسې بللې، دا ځل د داخلي تولیداتو لږوالی او د بهرنۍ سوداګرۍ کسر د ډالر مقابل کې د افغانۍ ټيټوالی سبب بولي.

ښاغلي صدیق له بي بي سي سره خبرو کې وویل، په هېواد کې دننه سیاسي او امنیتي مسایل او سیمه ییز ترینګلی حالت هم په دغه موضوع کې خپل رول لري.

د نوموړي په وینا ګاونډي هېواد پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه د شپږ میلیاردو ډالرو پور بدل کې ژمنه کړې چې د بهرنیو اسعارو بیې به خپلې مخې ته پرېږدي. د نوموړي په وینا دا مهال د یوه ډالر بیه تر ۱۵۰ پاکستانۍ روپیو رسېدلې ده او دا پر افغان بازار هم اغېز کوي.

مخکې داسې رپوټونه وو چې ای اېم ایف د دغه پور بدل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت کمولو، ډالرو ارزښت ډېرولو تر څنګ د ګازو او برېښنا بیو پورته کولو شرطونه هم ایښي دي.

Image caption د شهزاده سرای په اعلان کې د یوه ډالر بیه له اتیا افغانۍ هم څه پورته یاده شوې

د افغانستان بانک مشر وايي، هر کال له پاکستانه د یو اعشاریه پنځه میلیاردو ډالرو صاردات کېږي او دا د افغانۍ پر ارزښت اغېز کوي.

نوموړی وايي، دغه راز له ایران سره تر دوو میلیاردو پورې راکړه ورکړه کېږي چې د ډالر مقابل کې د دریال ارزښت بې ساري ټیټوالي پر افغانۍ هم اغېز کړی دی.

ښاغلی صدیق وايي، دا داسې موارد دي چې د افغانستان بانک د واک له دایرې بهر دي او د دغه بانک د پولي سیاست د کمزورۍ معنا نه لري.

اړونده مطالب