د کوکنارو اړولو پیل
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کوکنارو اړولو کمپاین پیل

افغانستان کې په ګرمسیرو ولایتونو کې د کوکنارو د نیش وهلو د فصل له پېلېدو سره د افغان حکومت له خوا د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین هم پېل شوی دی. بي بي سي د افغانستان په ختیځ، سوېل لویدیځ او شمال کې دغه کمپاین ته کتنه کړې او موندلې یې دي چې د هېواد په بېلابیلو سیمو کې بېلابېلې ستراتېژۍ پلې کېږي او همدې کروندګر په غوصه کړي. تیر کال راهېسې د نړېوالو مرستندویانو له لورې د کوکنارو د وهلو لپاره مرستې درېدلې، د ماتولو او بدیل معیشیت پروګرامونه یې هم ناکامه ارزول شوي وو. اوس دا چاره حکومت ته په غاړه ده. نجما ځلا د دغو کمپاینونو په اړه دا رپوټ چمتو کړی.