سمنګان کې پر قابلې ډله ییز جنسي تېريګر نیول شوي

  • 22 می 2019 - 01 غبرګولی 1398
نیول شوی کس د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان لویه څارنوالي وايي، څلور تنه نیول شوي تورن کسان ماشومان دي چې دارالتأدیب ته معرفي شوي او پاتې ۵ تنه نور چې بالغ دي په بندخونه کې ساتل کېږي.

دغه پېښه شاوخوا درې ورځې وړاندې شوې وه، خو پرون رسنیزه شوه. د سمنګان د روی دوب ولسوال د دغې پېښې په تاییدولو سره بي بي سي ته ویلي، یو شمېر نامسؤولو وسلوالو کسانو پر یوه کلینیک تر برید وروسته، پر یوې قابلې ډله ییز جنسي تېری کړی وو.

د روی دو اب ولسوال خال محمد خازي وایي، د پېښې په تړاو نیول شوي تورن کسان د قابلې لخوا پېژندل شوي چې د روی دوی اب اوسېدونکي دي:

"یو شمېر نامسؤولو وسلوالو کسانو درې ورځې وړاندې د شپې لخوا پر یوه کلینک برید کړی و. بریدګرو په کلینیک کې د حاضرو دوو قابلو چې یوه یې مینداوره هم وه، تر وهلو وروسته، پر یوې قابلې ډله ییز جنسي تېری کړی دی. د پېښې په تړاو ۹ کسان نیول شوي چې ۶ یې د جرم اصلي عاملین او پاتې درې هغه یې د جرم شریکان دي".

د سمنګان د پولیسو ویاند هاشم بیان وایي، د دغې پیښې په تړاو ۹ تورن کسان نیول شوي او دوسیه یې د ولایت څارنوالۍ ته لېږدول شوې ده:

"یو شمېر کوڅه ډبو کسانو پر یوه کلینیک برید کړی و. د کلینیک یوې قابلې ادعا کړې چې برید ګرو له وهلو وروسته پرې ډله ییز برید کړی دی. د پېښې په تړاو ۹ کسان نیول شوي او د ولایت څارنوالۍ ته معرفي شوي دي".

د افغانستان د لویې څارنوالۍ په خبره څلور تنه نیول شوي تورن کسان ماشومان دي چې دارالتأدیب ته معرفي شوي او پاتې ۵ تنه نور چې بالغ دي په بندخونه کې ساتل کېږي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، نیول شویو کسانو تر اوسه اعتراف نه دی، خو د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.

ورته مطالب