د ولسي جرګې د مشر ټاکنې پر سر روانې ناندرۍ

  • 22 می 2019 - 01 غبرګولی 1398
د انځور حقوق EPA
Image caption د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، سبا پنجشبنه به د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د هغې یوې لانجمنې رایې په اړه چې کولای شي د ریاست برخلیک روښانه کړي، رایه اچوونه وشي.

د افغانستان ولسي جرګې د رییس د ټاکلو د لانجې پر سر تر پنځه ورځنیو بحثونو وروسته هم د دې لانجې د حل لپاره ټاکل شوې کمېټه کومې هوکړې ته و نه رسېده.

د دغې ۲۷ کسیزې کمېټې ۱۶ غړي د ولسي جرګې ریاست ته نوماند مير رحمان رحماني بریالي ګڼي، خو پاتې ۱۱ غړي بیا د کمېټې له پرېکړې سره مخالف دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، سبا پنجشبنه به د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د هغې یوې لانجمنې رایې په اړه چې کولای شي د ریاست برخلیک روښانه کړي، رایه اچوونه وشي.

بل لور ته په ولسي جرګه کې د ننګرهار یو استازی میرویس یاسیني بي بي سي ته وویل، سره له دې چې پلاوي پرېکړه کړې، خو له قانوني پلوه څوک حق نه لري چې د دغې یوې رایې لپاره د رایو اچولو حق ورکړي:

''هغه یوه رایه چې پر هغه ورځ اداري پلاوي باطله اعلان کړه، یوه مشکوکه رایه ده چې د کومې معاملې پر بنسټ ورکړل شوې ده او په عمدي ډول پرې ځینې علامې کښل شوې دي، نو له همدې کبله د دغې رایې لپاره په جرګه کې رایې اچوونه هم غیر قانوني عمل دی، که رایې اچول کېږي هم دا غیر قانوني ده او په دې کې د قانون نقض دی ''

ټوله لانجه د همدغې یوې رایې پر سر ده چې د پخواني لنډمهالي اداري پلاوي له خوا باطله اعلان شوې وه. که دغه رایه سمه وګڼل شي، میررحمان رحماني ۵۰ جمع ۱ پوره کوي او د جرګې رییس به شي، خو که باطله شي، نو ټاکنې به بیا کېږي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره د چهارشنبې ټاکنې هم بې پایلې شوې

ولسي جرګه؛ د ریاست پر سر ناندریو درېیمه ورځ هم دوام درلود

میر رحمان رحماني له ناندریو وروسته د ولسي جرګې مشر اعلان شو

د رییس ټاکلو موضوع لا په هماغه لومړۍ ورځ د ولسي جرګې د غړو ترمنځ په ناندریو واوښته، ان یو ځل خو یې ترمنځ اخ و ډب ته هم خبره نژدې شوې وه.

د ولسي جرګې ریاست ته د دوو نوماندانو میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي پلویان له څو ورځو د یوې جنجالي رایې په اړه هوکړې ته نه رسېږي.

د شته ستونزې د هواري لپاره ۲۷ کسیزه کمېټه چې د دواړو نوماندانو له پلویانو او بې پرې وکیلانو د دوشنبې په ورځ جوړه شوې، تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته و نه توانېدل واحدي هوکړه ته ورسېږي.

د انځور حقوق MIR RAHMAN RAHMANI
Image caption میر رحمان رحماني په لومړي سر کې له ۱۲۳ مثبتو رایو سره بریالی اعلان شو

د یادې کمېټې ۱۶ غړو ښاغلی رحماني ګټونکی اعلان کړ خو ۱۱ نورو یې دا پرېکړه ونه منله. د دغې کمېټه د ۱۶ کسیزې ډلې غړي غلام حسین ناصري په عمومي مجلس کې خپله پرېکړه اعلان کړه:

''د ښاغلي رحماني باطل شوې رایې، د باطلو رایو بیلګو او پخوانیو دود ډولونو ته په کتو غیرباطل او سمې وشمېرل شوې. پایله دا کېږي چې د ښاغلي میر رحمان رحماني د تاییدي رایو مجموعه ۱۲۴ تثبتېږي، چې د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو له مخې ښاغلي رحماني د حاضرو غړو ډېری رایې تر لاسه کړې او د ولسي جرګې د مشر په توګه اعلانېږي."

خو د کمېټې یو شمېر غړو دغه پرېکړه و نه منله او جنجال پخپل حال پاتې شو. د یادې ۲۷ کسیزې کمېټې غړی قیوم سجادي اعلان وکړ چې د باطلې جنجالي رایې د برخلیک په اړه به سبا پنجشنبه د ولسی جرګې په عمومي غونډه کې رایه اچوونه وشي:

''وړاندیز دا دی چې د مشکوکو رایو د برخلیک په اړه سبا په نهو بجو زموږ او ستاسې ناسته وشي. لومړی د رایه ور کولو د میکانیزم پر سر هوکړه وکړو او بیا رایه اچونه وشي."

د تېرې شنبې پر ورځ د ۲۴۷ وکیلانو په حضور کې د ولسي جرګې ریاست لپاره ټاکنې وشوې. تر رایه اچوونې وړاندې لنډمهالي رییس وویل، هر نوماند چې ۱۲۴ یا زیاتې رایې تر لاسه کړي، ګټونکی اعلانېږي.

د انځور حقوق KAMAL NASER OSULI
Image caption په دغو ټاکنو کې کمال ناصر اصولي ۵۵ رايي ګټلي وې

له دواړو نوماندانو یوه هم ۱۲۴ رایې پوره نه کړې او تر یو لړ خبرو او بحثونو وروسته د ولسي جرګې لنډمهالي مشر میر رحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په تر لاسه کولو د ولسي جرګې رییس اعلان کړ، خو کمال ناصر اصولي او پلویانو یې دغه پرېکړه د جرګې د داخلي اصولو خلاف وبلله او ښاغلی رحماني ته یې اجاره ور نه کړه چې د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ کېني.