"په غزني کې ولسي جرګې ته ټاکنې په حوزوي بڼه کېږي"

  • 23 می 2019 - 02 غبرګولی 1398
رای اچونه د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشرۍ ماڼۍ یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې پر څو ټاکنیزو حوزو د غزني د ویشلو طرحه جوړه کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې ټاکل شوی لوړپوړی پلاوی به د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته د غزني د ټاکنیزو حوزو طرحه وړاندې کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل چې دغه پریکړه پرون ناوخته د ملي امنیت شورا هغې غونډه کې وشوه چې د ملي شورا د دواړو جرګو مشران او قاضي القضات هم په کې حاضر و.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې د ټاکل شوي پلاوي د جوړښت په اړه وویل:

"د غزني د ټاکنو په اړه بحث وشو، ټاکل شوې د اجراییه ریاست لومړی مرستیال او د ولسمشر دویم مرستیال د ملي امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې چې ژر به ترسره شي، د غزني د حوزې طرحه وړاندې کړي، د احصایې مرکزي ادارې او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته دنده سپارل شوې چې له تخنیکي پلوه د ولسمشر او اجرائیه ریاست له مرستیالانو سره مرسته وکړي".

د افغانستان پارلماني ټاکنې د تېرکال په تلې میاشت کې ترسره شوې.

دا ټاکنې داسې وشوې چې هر ولایت په کې یوه ټاکنیزه حوزه وه.

خو هغه مهال د یوې واحدې ټاکنیزې حوزې په توګه د غزني ټاکنو کې نانندرۍ را ولاړې شوې او یوازنی ولایت و چې پارلماني ټاکنې په کې ونه شوې.

په غزني کې د ولسي جرګې یوولس وکیلان له هزاره قومه او تر ډېره د کرارو ولسوالیو اوسېدونکي دي. د تېرو ټاکنو پر مهال هلته میشتو پښتنو نیوکه وکړه چې په ولسي جرګه کې د دوی د لار موندې په موخه باید غزني ولایت په څو ټاکنیزو حوزو وویشل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د تېر سرطان یا چنګاښ په څلورمه اعلان وکړ چې غزني یې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره په درېیو حوزو وېشلی دی.

اوس حکومت هم هڅه کوي چې دغه ولایت په څو ټاکنیزو حوزو وویشي او د تلې په شپږمه له ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای د غزني پارلماني ټاکنې هم ترسره کړي.

حکومت که څه هم خپل دغه ګام چې لا یې بشپړ جزیات څرګند نه دي، د ټاکنو قانون له مخې بولي، خو دغه چاره خپل مخالفین هم لري.

ورته مطالب