د افغان سولې په باب خلیلزاد د امریکا کانګرس ته څه وویل؟

خلیلزاد د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د کانګریسوالو له پر له پسې غوښتنو وروسته د لومړي ځل لپاره خلیلزاد د دې کانګریس غونډې ته ورغی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد امریکايي کانګرس ته له طالبانو سره د خبرو په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا د کانګریسوالو له پر له پسې غوښتنو وروسته د لومړي ځل لپاره خلیلزاد د دې کانګریس غونډې ته ورغی د کانګریس غړو وار وار له سپېنې ماڼۍ غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د خبرو په اړه دې لا نوره روڼتیا رامنځ ته شي او د دغه بهير په اړه دې د امریکا ولس ته کره معلومات ورکړل شي.

د کانګریس له خوا له سختو فشارونو وروسته ښاغلی خلیلزاد دې ته اړ شو چې د سنا د جرګې د بهرنۍ چارو د کمېټې غړو ته د تړلو دروازو تر شا د خپلو هڅو په اړه راپور وکړي.

که څه هم په لویه کې د کانګریس غړي د دغه کتنې په اړه چوپه خوله دي خو ددغه کمېټې جمهوريپال مشر جیمبرش له رسنیو سره په خبرو کې د خلیلزاد په پرمختګ خوښي ښودلې ده خو پوښتنه یې کړې چې څومره پرمختګ شوی دی او دا چې ښاغلي خلیلزاد دغه چاره بریاليتوب ته رسولی شي او که نه؟

په همدې حال کې د دغه کمېټې ډیموکراټ مرستیال باب ملنډس په دغه کتنه کې د خپلې پرانستونکې وینا متن د انټرنیټ په کرښه خپور کړی دی، چې پکې د سولې د مذاکراتو په لړ کې د ده یو شمېر اندېښنې او پوښتنې کښل شوي دي.

لږکي او ښځې

ښاغلي ملنډس د ښاغلي خلیلزاد ګمارنه او هڅې ستایلي دي، ده ټینګار کړی چې په دغه خبرو اترو کې دې د لږکیو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه په نظر کې ونیول شي.

سناتور ملنډس دغه راز د سولې په پروسه کې د افغانستان د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو په ګډون ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا باید په یو بین الافغاني ډیالوګ ټېنګار وکړي.

ښاغلي ملنډس دا هم ویلي چې په دغه پروسه کې دې اروپا هم شامله شي ځکه چې د ده په وینا په دغو مذاکراتو کې امریکا اروپا له پامه وغورځوي او له مذاکراتو وروسته د ودانولو د هڅو تمه ترې نه ولري.

ښاغلي ملنډز د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې شک ښودلی چې ګواکې طالبان دې د ترهګرۍ پر ضد د هڅو ضمانت ورکړي او زیاته کړې یې ده چې که څه هم داعش ډله د طالبانو سیاله ده او ښایي دوی یې پر ضد ګامونه اوچت کړي خو دی ډاډه نه دی چې طالبان دې د القاعده او لشکر طیبه پر ضد ګام واخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption باب ملنډس: په طالبانو د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه کافي فشار نه دی اچول شوی

ده له خلیلزاد پوښتلي که له دې وروسته طالبان ترهګر ونه بلل شي نو د حقاني شبکې برخلیک به څنګه شي. نوموړي دغه راز په خلیلزاد نیوکه کړې چې ګواکې د راپورونو تر مخه یې یوازې د ترهګري ضد هڅو په اړه له طالبانو ضمانت اخیستی، خو د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه یې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی کړی.

ده اندېښنه ښودلی چې د امریکا له اړخه په طالبانو د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه کافي فشار نه دی اچول شوی.

هغه له خلیلزاده دا هم پوښتلي چې د سپینې ماڼۍ لخوا ورته د لارښوونې په اړه معلومات ورکړي؛ ځکه د ده تر مخه ګمان کېږي چې ولسمشر ټرمپ غواړي امریکايي ځواکونه دې ژر تر ژره له افغانستانه را ووځي تر څو دې د ټاکنېز کمپاین په درشل کې ددغه لاس ته راوړنې په اړه ټتر ووهي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي خلیلزاد تر دې دمه له طالبانو سره شپږ ځله مذاکرات کړي.

دا هم د لوستلو دي: