د ولسي جرګې مشر د لانجو له کبله بیا هم مالوم نه شو

ولسي جرګه
Image caption وکیلان د تېرې ورځې په شان، له څو ګړیو لانجو وروسته له غونډې ووتل.

د افغانستان ولسي جرګې لپاره د رییس د ټاکلو پر سر جنجال په څلورمه ورځ هم حل نه شو او د پنجشنبې په ورځ د جرګې فوق العاده ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي نعمت الله کریاب بي بي سي ته وویل چې په دې اړه پرېکړه د راتلونکې اونۍ د شنبې ورځې ته وغځېده او معلومه به شي چې د استازو لخوا به په دغه ورځ کومه د حل پرېکړه وشي او که نه.

د جرګې په نننۍ غونډه یوه لانجه د میر رحمن په ګټه ټکی لرونکې رایه وه، چې د ښاغلي رحیمي او د هغه د ټاکنیز سیال کمال ناصر اصولي ترمنځ پرې د نظر اختلاف دی.

خو وکیلان د تېرې ورځې په شان، له څو ګړیو لانجو وروسته له غونډې ووتل او د جرګې د رییس پر سر بحث راتلونکې شنبې ته وغځېد.

د تېرې شنبې په ورځ د دویم پړاو ټاکنې له لانجو او نیوکو ډکې وې، تر دې چې د جرګې د لنډ مهالي مشر د لومړي اعلان له مخې هېچا د بریالیتوب رايي نه وې تر لاسه کړې، خو وروسته بیا میر رحمن رحماني د ۱۲۳ رایو په تر لاسه کولو بریالی اعلان شو.

په جرګه کې ۲۴۷ وکیلانو برخه لرله او د جرګې لنډ مهالي مشر چې دا بهیر يې کنټرولاوه د مشرۍ مقام ګټلو لپاره ۱۲۴ رايې پکار وبللې.

ورکې رایې

وروسته وویل شول چې دوې رایې ورکې دي او یو هم تش کاغذ له صندوقه ووت او دغه چاره د ۵۰+۱ فارمولې له مخې د ګټونکي رایو شمېر ۱۲۳ ته راټیټوي، خو دا حالت بیا له داخلي کړنلارو سره په ټکر کې دی، نو په همدې حال کې جنجال جوړ شو او ځینو د لاسونو له پړکا سره رحماني بریالی وباله.

له نژدې یوې ګړۍ ځنډ او پټو دروازو تر شا له خبرو وروسته د ولسي جرګې لنډمهالي مشر هم رحماني ګټونکی اعلان کړ که څه هم رایې يې د ده له اعلان کړيو رایو یوه کمه وه.

د ولسي جرګې د داخلي کړنلارو او اصولو له مخې په جرګه کې د حاضرو استازو ۵۰+۱ د ګټونکي نصاب جوړوي نه د کارول شوي رایو شمېر.

کمال ناصر اصولي د ولسي جرګې په دهلیز کې هم خبریالانو ته وویل، دا مني چې خپله یې ۵۵ رایې اخیستې، خو د ښاغلي رحماني رایې هم ۱۲۳ دي او په دې حساب د ریاست لپاره یې یوه رایه کمه ده، نو ځکه رئیس نه دی ټاکل شوی.

نوموړي دا ادعا هم وکړه چې د شنبې پر ورځ د رئیس د ټاکلو پر وخت د ولسي جرګې په تشنابونو کې "ډالر وویشل شول "، خو دا سپیناوی یې ونکړ چې چا وویشل او چا واخیستل.

د ده په وینا، د رئیس په توګه د ښاغلي رحماني د ټاکنې مکتوب یوازې د جرګې د اوسني لنډمهالي مشر دهقانپور لخوا لاسلیک شوی او دا کار هم له داخلي وظایفو سره په ټکر کې دی.

له ننګرهار نه د ولسي جرګې استازي مېرویس یاسیني جرګې د ریس ټاکلو ته خپل غبرګون کې دا ټاکنه قانوني نه بولي او وايي که دا ټاکنې له سره ونه شي دوی به د احتجاج په توګه د پارلمان ودانۍ وتړي.

ښاغلی یاسیني چې د پارلمان تالار کې یې د ولسي جرګې یوشمېر غړو او کمال ناصر اصولي سره یو ځای خبریالانو سره خبرې کولې وویل دا چې یو کاندید هم د حاضرو ۲۴۷ غړو نیمايی جمع یو یعنې ۱۲۴ رایه ترلاسه نه کړای شوې ځکه نو نننۍ پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

Image caption پارلمان کې د یکشنبې ورځې د لانجې یو انځور

وروستي رپوټونه وایي چې د شنبې ورځې د اعلان پر ضد معترضو کاندیدانو ماښام مهال په کابل کې خپلمنځي غونډه درلوده، او اعلان یې وکړ چې د شنبې ورځې ټاکنې او پایله یې ورته د منلو وړ نه دي.

د شته ستونزې د هواري لپاره ۲۷ کسیزه کمېټه چې د دواړو نوماندانو له پلویانو او بې پرې وکیلانو د دوشنبې په ورځ جوړه شوې، تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته و نه توانېدل واحدي هوکړه ته ورسېږي.

په دې کې ۱۶ کسان یې رحماني بریالی ګڼي او ۱۱ نور یې بیا له پرېکړې سره مخالف دي.

ورته مطالب