د جام څلي ژغورلو هڅې

جام منار په نړۍ کې له خښتو جوړ تر ټولو پخوانی څلی یادېږي
Image caption جام منار په نړۍ کې له خښتو جوړ تر ټولو پخوانی څلی یادېږي ( فایل تصویر)

د غور سیمه ییز چارواکي د جام کلي له اوسېدونکو غواړي چې له سیلابونو د جام تاریخي څلی ژغورلو لپاره اقدام وکړي. د جام کلی د فیروز کوه ښار ختیځ ته ۷۰ کیلومتره لېرې پروت دی او د غوریانو د عصر مهم هنري شهکار یانې د جام څلی همدلته ولاړ دی.

په جام کلي او شاوخوا سیمو کې له ګڼو بارانونو وروسته سیلابونه راوتلي دي.

نژدې اته پېړۍ کېږي چې جام څلی د غوریانو مدنیت یادګار په توګه د سیند پر غاړه ولاړ دی، خو اوس ویل کېږي د سیند پراخېدو له کبله دغه څلی بنسټ د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي: ''اضطراري کمېټې غونډه کړې او دوی وايي، سل - یو نیم سل کسان باید راټول شي او د هغو اوبه مخ بل لور ته وګرځوي، چې تر جام منار لاندې ننوځي. ''

دغه دایروي څلی پر پېچلي ډول د خښتو کارونې، هندسي ښکلا او ډبر لیکنو شهرت لري.

یو مهال دغه ځای د نړیوالو سیلانیانو تر منځ ډېر شهرت درلود خو په سیمه کې د امنیتي ستونزو له کبله یې اوس ډېر کم خلک لیدو ته راځي.

د انځور حقوق mustafa mastoor
Image caption د افغانستان د اقتصاد وزیر د دغه عکس په خپرولو سره ویلي، د دغه څلي د ژغورلو لپاره کار دوام لري

د غور ځایي چارواکي وایي، ژر به له پلازمېنې کابله یو پلاوی د تخنیکي څېړنې لپاره غور ته سفر وکړي، خو د اوس لپاره د جام په کلي کې له خلکو غوښتل شوي چې د خطر له منځه وړلو لپاره لاس په کار شی.

جام څلی چې په نړۍ کې له خښتو جوړ یو له ډېرو پخوانیو څلی یادېږي، د ملګرو ملتونو له خوا د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی، خو تل د دې څلي د خوندي ساتلو لپاره د بنسټیزو اقداماتو د نه ترسره کېدو په اړه شکایتونه او اندېښنې څرګند شوي دي.

تمه کېږي چې د دې ګواښ په لرې کېدو سره د څلي د بنسټ شاوخوا یو کلک دیوال ورغول شي.

Image caption جام څلی د دوو خوړونو ترمنځ پروت دی