وروستیو سېلابونو هرات او غزني کې لس کسان وژلي

سیلابونه
Image caption افغان چارواکي وايي د ولایتي کمېټو په کچه ډلې ټاکل شوې دي او په دې سیمو کې ارزونه روانه ده چې په دقیق ډول مالي او ځاني زیانونه معلوم کړي.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت وايي، چې هرات او غزني کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه لس کسان وژلي دي.

د دغه وزارت مرستیال، اسلم سیاس بي بي سي ته وویل، چې د دغو کسانو مړینه په هرات او غزني کې ثبت شوې او په دغو قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

"په دغو دوه یا درې ورځو کې چې په ځینو ولایتونو کې ورښتونه پیل شوې دي لکه میدان وردګ، بغلان، غزني، غور پکتیکا، هرات دایکندي او نورو کې ورښتونه ډېر شوي او په ځېنو هغو کې تلفات هم لري."

نوموړي وايي د ولایتي کمېټو په کچه ډلې ټاکل شوې دي او په دې سیمو کې ارزونه روانه ده چې په دقیق ډول مالي او ځاني زیانونه معلوم کړي.

هرات، فاریاب او بلخ کې سېلابونو ۲۰ کسان وژلي

ولې په افغانستان کې د سېلابونو تلفات ډېر دي؟

د نوموړي په خبره ډېر تلفات په هرات او غزني ولایتونو کې اوښتي او د ولسوالیو په کچه ډېرکورنه ویجاړ شوي دي.

د هغه په خبره هرات کې نهه او غزني کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې ښودل شوي.

د ښاغلي سیاس په خبره ددوی د وژل کېدو لامل سیلابونه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت وايي، د سروې له بشپړېدو سره سېلاب ځپلو ته مرسته ورسیږي.

هغه وايي، د سروې له بشپړېدو سره سېلاب ځپلو ته مرسته ورسیږي.

د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت مرستیال وايي، راتلونکو اونیو کې هم د ورښتونو اټکل شوی دی او په خبره یې دوی ولایتي کمیټو ته دنده سپارلې چې له وړاندې چمتوالی ولري.

اړونده مطالب

ورته مطالب