''کندهار کې د بلوڅو بېلتون پالو پر مشر چاودنې لس کسان ټپیان کړي"

کندهار د انځور حقوق AFP
Image caption ارشیف: کندهار کې د چاودنې انځور

د پاکستاني بېلتونپالو بلوڅانو سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې د افغانستان په سوېلي ښار کندهار کې بېګا په یوه موټر بم برید کې د بوګتي قبیلې د یوه مشر، شاه ولي بوګتي، کور په نښه شوی، چې شپږ ماشومان او څلور مېرمنې پکې ژوبل شوي دي.

د کندهار د پولیسو مشر بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برید په عینو مېنه کې د ملي امنیت ادارې د یوه پخواني چارواکي د کور مخې ته شوی او هلته یې د بلوڅانو شتون رد کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د برید موخه تر اوسه روښانه نه ده او لس ولسي کسان پکې ټپیان شوي، چې ټول مېرمنې او ماشومان دي.

خو د بلوچانو سرچینو بي بي سي ته منلې چې د پېښې اصلي هدف د شاه ولي بوګتي دی.

سرچینې زیاته کړې چې په چاودنه کې د بلوڅانو د کورنیو اړوند څلور مېرمنې او شپږ ماشومان ټپیان شوي دي.

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وايي، پېښه د کندهار ښار په عینو مینې کې چې تر ډېره خوندي سیمه ده شوې ده.

تېر کال (دسمبر ۲۵/مرغومي ۴) هم په عینو مینه کې '' د بلوڅو بېلتون پالو پر قومندان ځانمرګی برید'' وشو چې اوه کسان پکې ووژل شول.

''کندهار کې د بلوڅو بېلتون پالو پر قومندان ځانمرګی برید شوی''

ګوادر کې پر هوټل 'درې برید کوونکي وسله وال وژل شوي'

هغه مهال ځینو سرچینو ویلي و چې د برید هدف د بلوڅو بیلتون پالو یو مشر اسلم بلوڅ و.

د بلوڅ بیلتون پالو په لیکو کې یو شمېر معتبرو سرچینو بي بي سي ته منلې وه چې په یاد برید کې اسلم بلوڅ او یو شمېر نور بلوڅان ووژل شول.

خو ځینو نورو سرچینو بیا ویلي و چې پر نوموړي برید شوی، خو د وژل کېدو خبره یې نشي تائيدولی.

Image caption پېښه د کندهار ښار په عینو مینې کې چې تر ډېره خوندي سیمه ده شوې ده.

د تېر کال د جون میاشتي پر ۲۳ نېټه په همدې عینو مېنه کې د بلوڅانو یوه کور کې چاودنه وشوه . هغه مهال چارواکو ویلي و چاودنه مقناطیسي ماین و ، چي موټر پورې نښلول شوی و .

په هغه چاودنه کې یو کس مړ او درې تنه ټپیان شوي وو .

تر هغه برید یوه ورځ مخکې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه بلوڅ په موټر پورې مقناطیسي ماین نښلول شوی و.

خو ماین د ګاډو پرېمنځلو یوه دوکان کې چاودنه وکړه چې پایله کې یې د ګاډي چلوونکی خوندي پاتې شو، خو څلور کسان چې ګاډي یې وینځل، ټپیان شوي وو.

بلوڅ بیلتون پالي په خپله سیمه کې د چین د اقتصادي پروژو مخالف دي او وخت نا وخت یې هلته پر چینایي او پاکستاني اهدافو بریدونه کړي دي.