کرېکټ نړیوال جام: افغانستان پاکستان ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړه

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام تمریناتي سیالو کې افغانستان پاکستان ته د انګلستان په برېستل ښار کې له یوې سختې سیالۍ وروسته په دریو ويکټو ماتې ورکړه. پاکستان لوبډلې د دغې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړوله پرېکړه وکړه چې د افغانستان لپاره یې ۴۸ اوور کې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.‌

د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره د افغانستان له لوري شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي لوبه پیل کړه.

۱۱ اور کې چې د افغانستان لومړۍ وېکټه وغورځیده، ۸۰ منډې یې تر لاسه کړې وې.

د انځور حقوق Getty Images

د لوبې شپږم اوور کې شهزاد محمدي د پښې درد له کبله له ۲۳ منډو سره د لوبې له ډګره ووت او حشمت الله شهیدي یې پر ځای لوبه کې شامل شو چې د لوبې تر پایه له ۷۴ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

شهزاد محمدي له ۲۳، حضرت الله ځاځی له ۴۹، رحمت شاه له ۳۲ حشمت الله شاهدي 'ناسوځېدلی ' ۷۴، سمیع الله شینواری له ۲۲ او محمد نبي له ۳۴ منډو سره د افغانستان توپ وهنې برخه کې مخکښ وو.

د انځور حقوق Getty Images

حضرت الله ځاځي له ۴۹ منډو وروسته فخرزمان کیچ اوټ کړ. نوموړي د ۲۸ توپونو له لوبولو وروسته له اتو څلوریزو او دوو شپږیزو سره ۴۹ چټکې منډې وکړې.

له دې مخکې د پاکستان ټوله لوبډله په اته څلوېښتم اور کې په ۲۶۲ منډو وسوځېده.

د پاکستان لپاره بابر اعظم سلیزه وکړه. په نورو لوبغاړو کې محمد حفیط ۱۲ منډې، حارث سهیل ۱ منډه، فخر زمان ۱۹ منډې او امام الحق ۳۲ منډې، شعیب ملک ۴۴ او سرفراز احمد ۱۳ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره محمد نبي درې او راشد خان او دولت ځدراڼ دوه دوه وېکټې واخیستې.

د انځور حقوق Getty Images

د رسمي لوبو له پیل وړاندې به هره لوبډله دوې تمریناتي لوبې کوي.‌ په دې لړ کې افغانستان نن له پاکستان سره او د مې میاشتې پر ۲۷مه نېټه له کوربه هېواد انګلستان سره لوبې لري.

کرېکټ؛ افغانستان ایرلنډ ته په ۱۲۶ منډو ماته ورکړه

د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړيوال جام؛ د لوبو اټکل وکړئ

د افغانستان او انګلستان له کرېکټ لوبې وروسته 'کلاسیک' هنري اثر لیلامېږي

افغانستان به په نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه په همدې برېسټل ښار کې د اسټرالیا پر وړاندې کوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې اوسنی روزونکی ريیس احمدزی وايي، د نړیوال جام لپاره تمریناتي لوبي کولای شي، افغان لوبډلې ته په نړیوال جام کې د ښه ځلېدو زمېنه برابره کړي.

افغان لوبډله به په راتلوونکي دوشنبې له انګلستان سره تمریناتي لوبه ولري.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلی احمدزی په کابل کې د بي بي سي له خبریال عصمت بهیر سره په مرکه کې وايي، افغان لوبډلې له سکاټلنډ، ایرلنډ او پاکستان سره ښه لوبه وکړه او همدا موږ ته هیله راکوي چې کېدای شي په نړیوال جام کې افغان لوبډله یو شمېر هیوادونو ته ماتې ور کړي.‌

د افغانستان ټولې لوبې له پلازمېنې لندنه بهر کېږي.

د افغان ملي لوبډلې هغه مینه وال چې په لندن کې مېشت دي پر دې خبره یو څه ناخوښي دي، خو بیا هم تمه کېږي چې په انګلستان کې مېشت ګڼ شمېر افغانان به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې د خپلې ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره د لوبې لیدو ته ورځي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images