کابل جومات کې چاودنې دیني عالم سمیع الله ریحان وژلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل نهمې حوزې اړوند التقوا جومات کې چاودنه شوې ده. د وزارت په خبره په دې پېښه کې د دیني عالم او مفتي سمیع الله ریحان په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، چې چاودېدوونکي توکي وار له مخه په دغه جومات کې ځای پر ځای شوي وو او د جمعې لمونځ پرمهال چاودنه شوې ده.
پېښه نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه شوې ده. په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولانو ویلي، دوی ته دولس کسه ټپیان وروړل شوي چې د دوو هغو حالت اندېښمنونکی دی.
تر اوسه ددې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
ولسمشر غني د نوموړي په وژل کېدو خواشیني ښودلې. له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني د پېښې سختې غندنې تر څنګ ''اړوندو مسوولینو ته د یاد تروریستي برید د هر اړخیزې څېړنې، د برید د عاملینو د تشخیص او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارلو امر کړی دی. ''
مولوي رېحان د ځينو رسنيو له لارې پر دیني مسایلو بحثونه کول او د خلکو پوښتنې يې ځوابولې.