ورځپاڼې: د لشکر طیبه سلګونه وسله وال افغانستان کې فعال دي

د انځور حقوق Alamy

اېکانومېک ټايمز ورځپاڼې د امريکا د دفاع وزارت يوه رپوټ ته اشاره کړې چې وايي امريکا پاکستانۍ مېشته لشکر طيبه ډله افغانستان کې امريکايي او او نورو متحدو ځواکونو ته لوى گواښ بولي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د دغې ډلې لږ تر لږه ٣٠٠ وسلوال په افغانستان کې فعال دي.

ورځپاڼه د دغه رپوټ پر بنسټ ليکي چې لشکر طيبه افغانستان کې د فعالو شلو نوموتو اورپکو ډلو کې پنځم ځاى لري.

د خپروندوى په وينا پنټگان په خپل رپوټ کې ليکلي چې لشکر طيبه، حقاني ډله، د شمالي ترکستان اسلامي غورځنگ هغه دلې دي چې افغانستان کې امريکا ته تر ټولو لوى گواښ جوړوي.

برتانوۍ ورځپاڼې ‌‌‌‌‌‌ډېلي ټېلېګراف د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرونۍ لوبې ته په اشاره وايي، افغانستان پاکستان ته په تمريناتي لوبه کې ماتې ورکړه او د کرېکټ د پياوړو لوبډلو د ماتوونکي لقب يې خپل کړ.

اوس ويل کېږي چې افغان لوبډله به د کرېکټ نړيوالې اتلولۍ په دې سيالو کې نورې پياوړې لوبډلې هم ماتې کړي. ورځپاڼه وايي افغانستان انگلستان کې له اېم سي سي سره د يوې دوستانه لوبې پرته بله کومه لويه لوبه نه وه کړې.

د ورځپاڼې په وينا دا برى د کرېکټ په نړۍ کې يو تر ټولو ډېر حيرانونکي پورته کېدل دي، ځکه گټونکى داسې يو هېواد دى چې تر ٢٠ کاله وړاندې يې لوبډله او لوبغاړى نه درلود.

ورځپاڼې د افغان لوبډلې توپ اچونه يا بالېنگ او توپ وهنه يا بېټنگ دواړه ستايلي دي.

گلف نيوز ورځپاڼې د عمان د بهرنيو چارو وزير يوسف بن علاوي هغه خبره مهمه بللې چې وايي د امريکا او ايران ترمنځ د ترينگلتيا ختمولو لپاره کار کوي.

عمان وايي که د امريکا او ايران تر منځ جگړه پيل شي نو ټولې نړۍ ته به زيان واړوي.

د عربي ټاپو وزمې ختيځې څنډې ته پروت عمان له اوږدې مودې راهيسې د ايران او لوېديځ ترمنځ رابط پاتې شوى. ورځپاڼه وايي امريکا عمان کې له ايرانيانو سره پټې خبرې کولې چې پايله يې په ٢٠١٥ م کال کې له نړيوالو ځواکمنو هېوادونو سره اټومي تړون را ووت.

ورځپاڼه د عمان د بهرنيو چارو وزير دا خبرې له دې امله مهمې بولي چې امريکا سيمې ته تازه ځواکونه او تجهيزات استولي دي.