کندهار کې د پنځو رومانیايي سرتېرو ټپي کېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا انځور د پخوانۍ پېښې دی.

د افغانستان په سوېل کې د پرېکند ماموریت د رسنیو مسوول وايي، د رومانیا پنځه سرتېري د جمعې په ورځ په کندهار کې ټپیان شول.

له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونه وايي، د هلمند په سنګین او مارجه ولسوالیو کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دورانی وایي، سیمه کې د پرېکند ماموریت ځواکونو پرون منلې چې په دنډ ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو ګاډی د سړک غاړي پر ماین ختلی:

"دوی وايي دې پېښه کې پنځه رومانیايي سرتېري ټپیان شوي دي".

د رومانیا دولتي خبري اژانس هم د دغه هېواد د دفاع وزارت له بیانیې لیکي دا سرتېري له امریکايي ځواکونو سره په ګزمه و چې له دې پېښې سره مخ شول.

دغه اژانس زیاتوي، دا سرتېري تر لومړنیو طبي مرستو وروسته کندهار کې د هوايي اډې روغتون ته د درملنې لپاره لېږول شوي او روغتیايي حالت ښه دی:

رومانیا په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ملاتړ په چوکاټ کې نژدې ۶۰۰ سرتېري لري، چې تر ډېره د کندهار هوايي ډګر امنیت ساتي.

له بلې خوا هلمند کې ځایي چارواکي وایې، د جمعې په ورځ ناوخته د دغه ولایت نوزاد ولسوالۍ کي یوې الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناسته کړې ده .

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر وایې، په الوتکه کي ټول کسان ژغورل شوي او الوتکه په سیمه کي سوځول شوې ده .

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته پیغام کې ویلي چې د نوزاد ولسوالۍ په هرمز بازار سیمه کې د امریکايي ځواکونو اپاچي چورلکه د چاپې وهلو پر مهال غورځېدلې ده.

د نوموړي په خبره، دې چورلکه کې ټوله عمله له منځه تللې ده.

له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونه وايي، د هلمند په سنګین او مارجه ولسوالیو کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ وسلوال طالبانو پر وژلو سربېره د دې ډلې ۴۹ ماینونه او په زرګونو مرمۍ هم نیولې دي.

خو وسلوالو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.