ننګرهار: پوځي عملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې

Image caption که څه هم چارواکو د ننګرهار په شېرزادو، حصارک او چپرهار ولسواليو په شپنيو عملیاتو کې وخت ناوخت د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې منښته کړې، خو ډېر وخت یې دا اوړېدونکې مرګ ژوبله د وسله والو له لوري د ملکيانو له کورونو د ګټه اخېستو له امله بللې ده 'فایل تصویر'

د ننګرهار چارواکي مني چې د دې ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په "توتو"سيمه کې د تېرې شپې په عملیاتو کې د ۱۰وسله والو طالبانو وژل کېدو سربېره پينځه ملکیان هم وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي اداره وایي، عملیات د وسله والو طالبانو پر وړاندې د ملي امنیت ځواکونو کړي، خو په تېروتنه کې د ملکيانو موټر هم نښه ګرځېدلی دی، چې په کې د دوو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون پنځه ولسي خلک وژل شوي دي.

ننګرهار: د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي خلک وژل شوي

ننګرهار: "د افغان ځواکونو عملیاتو کې یو نظامي او پنځه ملکیان وژل شوي"

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږیاڼی وايي، ملیکانو ته په هغه موټر کې مرګ ژوبله اوښتې چې د دوی پر موټر د وسله والو مخالفانو ګومان شوی دی.

''عملیات د طالبانو په يو مرکز شوي، لس طالبان وژل شوي، يو مرکز یې او ګڼې وسلې یې له منځه تللی دی، متاسفانه یو سراچه ډوله موټر چې له عملیاتو وروسته تېز روان و چې پرې د مخالفينو شک شوی دی، ځواکونو له لوري پرې بريد شوی چې د ماشومانو او مېرمنې په ګډون پنځه کسان په کې وژل شوي. موضوع له مرکز سره شريکه شوې ده. ''

نن سهار اعتراض کوونکو په همدې عملیاتو کې د وژل شويو جسدونه له شېرزادو ولسوالۍ سره رود ولسوالۍ اړوندې دوه سرکې سيمې ته راوړي وو چې دوه په کې کوچنيان وو. اعتراض کوونکو د یو ساعت په مخه د کابل ـ جلال اباد لويه لار تړلې وه.

د شېرزادو ولسوالۍ يو قومي مشر عبدالعلي وايي، په وژلو شويو کې د يوې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان هم شته چې له یو روغتیایي مرکز بېرته خپل کور ته د ستنېدو پرمهال ويشتل شوي دي.

که څه هم چارواکو د ننګرهار په شېرزادو، حصارک او چپرهار ولسواليو په شپنيو عملیاتو کې وخت ناوخت د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې منښته کړې، خو ډېر وخت یې دا اوړېدونکې مرګ ژوبله د وسله والو له لوري د ملکيانو له کورونو د ګټه اخېستو له امله بللې ده.

تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ یوناما، د حکومت، طالبانو او نورو وسله والو ډلو له لوري په روژه کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې. يوناما په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو د ملیکانو ژوند ته د پام ساتلو غوښتنه کړې ده.

اړونده مطالب