د کندهار پر لږکیو پورې ځینې محدود کسبونه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کندهار کابو ټول اوسیدونکي پښتانه دي خو په دغه ولایت کې ژبني او مذهبي لږکي هم اوسېږي. یوه بېلګه یې دغلته مېشت دري ژبي یادولای شو، چې د نورو توکمونو تر څنګ دلته ارام او سوله یییز ژوند لري.

د کندهار کابو ټول اوسېدونکي پښتانه دي، خو په دغه ولایت کې ژبني او مذهبي لږکي هم اوسېږي. یوه بېلګه یې دري ژبي یا هلته مېشت پارسي وانان یادولای شو.

دوی نه یوازې په کندهار کې د پښتنو تر څنګ ارام او سولیز ژوند لري، بلکې یو شمېر کسبونه هم یوازې او یوازې د دوی په لاس کې دي.

ټټاري یا حلبي سازي، په کندهار کې یو له لرغونو کسبونو دی، چې کابو ټول د کندهارو پارسي وانانو په لاس کې دی.

د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د ټکټک په نوم بازار دی چې ټول پکې د حلبي سازۍ دوکانونه دي او کسبه کاران یې هم په دغه ولایت کې اوسېدونکي پارسي وانان دي، دوی وايي له نیکونو او پلرونو ور ته د حلبي سازۍ کسب پاتې دی.

د دغه بازار اصلي نوم توپخانه دی خو دا چې په دغه بازار کې د حلبي سازۍ دوکانون دي او له چادره یا اوسپني جوړېدونکو توکو د جوړېدو پرمهال د څټک او چکوشونو ټکهاری دومره ډېر وي چې پر لارې تېرېدو کسان په عذابوي او آن یو شمېر کسان چې له دې بازاره تېرېږي نو په غوږونو کې ګوتې نیسي. نو ځکه د ټکټک بازار په نوم مشهور شوی دی.

خو ځینې کندهاریان وايي، دا چې په افغانستان په ځانګړي ډول په کندهار کې د نورو سیمو پرتله د زدکړې کچه کمه وه نو ډېرې سیمې د غږ، رنګ او ځینو نورو شیانو له مخې مشهورې شوې دي، لکه په کندهار کې د میرویس نیکه مکتب، چې د ژېړ مکتب په نوم مشهور شوی او بل په کندهار کې میرویس روغتون، چې د زون په کچه لوی روغتون دی، د چیني شفاخانې په نوم مشهور دی او لامل یې دا دی چې دغه روغتون چین جوړ کړی.

Image caption جواد: "د زرګرۍ کسب را ته له نیکونو په میراث پاتې دی'.

په کندهار کې زرګري هم، د پارسي وانانو کسب دی. زما خپله تجربه ښيي او په کندهار کې چې مې له خپلو مشرانو اورېدلي دي کندهاري پارسي وانانو تر اوسه پښتانه شاګردان د زرګرۍ په کارخونو او پلورنځیو کې نه نیسي. شاید یو لامل یې دا وي چې پارسي وانان نه غواړې پښتانه د زرګرۍ کسب زد کړې ځکه پیسې ډېرې پکې پیدا کېږي او لوی لامل شاید دا وي چې په ټوله نړۍ کې مذهبي او قومي لږکي هڅه کوي، هغه کسبونه او هنرونه چې د دوی زده وي، له ځان سره وساتي او نور قومونه یې زده نه کړي.

د کندهاریو زرګرانو په لاس جوړ شوي امېلونه، بنګري او غوږوالۍ دومره مشهورې دي چې نورو ولایتونو ته هم د خرڅلاو لپاره وړل کېږي.

په کندهار ښار کې د چارسوه په نوم بازار کې زرګر پلورنځي او د زرګرۍ کارخونې دي.

د جواد په نوم یو زرګر وايي، د زرګرۍ کسب یې له نیکونو په میراث ورته پاتې دی: "د زرګرۍ کسب را ته له نیکونو په میراث پاتې دی. کله چې موږ ایران ته کډوال شوو، هلته ته مو هم زرګري کوله او له ایرانه چې بېرته هېواد ته راغلو، بېرته مو زرګري پیل کړه."

په کندهار کې نه یوازې حلبي سازي او زرګري په پارسي وانانو پورې اړوند کسبونه دي، بلکې د کلچو پخولو او فلزي کارۍ کسبونه هم د دوی په برخه رسېدلي دي.

د کندهار پوهنتون علمي مرستیال انجینیر شیر رشاد وايي "دا یوازي په کندهار کې اوسېدونکي پارسي وانان نه دي چې هڅه کوي په دوی پورې اړوند کسبونه په خپل انحصار کې ساتې، بلکې تاریخي څېړنې ښيي چې د نړۍ په هر ګوټ کې لږکي، په ځانګړي ډول قومي لږکيو هڅه کړې چې په دوی پورې ځانګړي کسبونه او هنرونه له ځان سره وساتي."

Image caption ټټاري یا حلبي سازي، په کندهار کې یو له لرغونو کسبونو دی، چې کابو ټول د کندهارو پاړسیوانانو په لاس کې دی.

په کندهار کې ډېری پارسي وانان شیعه مذهبه دي. کندهاریانو ته په دري ژبه هر ګړېدونکی کس شیعه ښکاري.

تاریخي څېړنې ښيي، چې پارسي وانان له ۱۰۰۰ هـ ق کال وروسته کندهار ته په غیرمنظم ډول راغلي دي او همدې لړۍ د میرویس نیکه تر واکمنۍ پورې دوام وکړ، خو کله چې د ګورګین لښکرو پر کندهار برید وکړ، نو د ده په لښکرو کې ۲۰زره پارسي وانان هم وو چې بیا وروسته په کندهار کې پاتې شول.

عیسي محمد درانی په کندهار کې د مېرمن په نوم راډ‌یو مشر دی. ښاغلي دراني د کندهاریو پارسي وانانو له ډلې دی. نوموړی وايي، په کندهار کې کابو پنځوس زره پارسي وانان اوسېږي:

"شیعه مذهبه د احمدشاه بابا واکمنۍ پر مهال په کندهار کې پاتې شول. د دوی راتګ کندهار ته اصلاً د صفویانو له زمانې را وروسته پیل شوی و. خو کندهار خپل پارسي وانان هم لري، چې له اره کندهاریان دي".

د نوي افغانستان بنسټګر احمدشاه بابا، چې کله د کندهار نوی ښار جوړاوه، نو د هر قوم کسان یې د ښار په بېلابېلو برخو کې مېشت کړل او د هغوی د مېشتېدو ځای یې د هغوی په نوم کړ، لکه بامیزو کوڅه، بانیانو کوڅه او داسې نور.

کله چې احمدشاه بابا واکمن شو، نو له نورو هېوادونو یې ځینې کسبه کاران او میرزایان له ځان سره کندهار ته راوستل، چې همدغه اوسني پارسي وانان دي، چې اوس په کندهار کې کسبونه کوي، دا نو د احمدشاه بابا له زمانې راهیسې په کندهار مېشت شوي دي.

Image caption د کندهاریو زرګرانو په لاس جوړ شوي امېلونه، بنګري او غوږ والۍ دومره مشهورې دي چې نورو ولایتونه ته هم د خرڅ لپاره وړل کېږي.

مریم درانۍ د کندهارو پارسي وانانو له ډلې یوه مدني فعاله وايي، له کلونو راهیسې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د فعالې ونډې اخیستلو لپاره هڅې کوي. هغه وايي "د حامد کرزي د حکومت په لومړیو کلونو کې په سیاسي، فرهنګي غونډو کې هېڅ نه وو اوس د ژوند د نورو برخو تر څنګ ښځې په ټولنه کې فعاله ونډه اخلي."

په ولسي جرګې کې د کندهار له یوولسو ‎وکیلانو، په اوسني په ۱۷مه دوره کې دوه یې په دغه ولایت کې مېشت پارسي وانان دي.

ورته مطالب