یوناما: طالبانو له بندیانو سره ناوړه چلند کړی

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو لخوا رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې د یوناما لخوا دغه خپور شوی راپور په کلکه رد شوی او دا راپور یې یو پلوه بللی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' د یکشنبې په ورځ (غبرګولی ۵مه) یوه تازه رپوټ کې ویلي، طالبانو له توقیف شویو کسانو سره داسې ناسم چلند کړی، چې ربړونه ګڼل کېدای شي.

یوناما وايي، د بندیانو لخوا داسې ادعاوې شوي چې ګني ربړول شوي او په ځینو حالاتو کې ان وژل شوي هم دي.

په دې راپور کې ویل شوي، زندانیان په بدو شرایطو کې ساتل شوي او اجباري کارونو ته اړایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ کال د اپرېل پر ۲۵ دوی د ملي اردو له هغو ۱۳ را خوشي شویو زندانیانو سره چې د طالبانو په زندان کې وو، د مرکو پر مټ موندلې چې د ارزګان ولایت د طالبانو په توقیف کې له زندانیانو سره ناسم چلند کېده، ځورول کېدل او ان د ملکي او امنیتي کسانو د وژلو په اړه یې باوري ادعاوې وړاندې کړې دي.

راپور وايي، خاص ارزګان کې ځینې کسان له طالبانو سره له ۲۰۱۶ کال راهیسې بندیان دي. د یوناما دغه راپور وايي، د طالبانو لخوا څو تنه ازادو شویو کسانو دوی ته د یوولسو کسانو د مړينې خبره هم کړې ده.

د یوناما په رپوټ کې راغلي، خوشي شویو بندیانو ورته ویلي، چې طالبانو به وهل ټکول او په پښو کې به یې زولنې پرتې وې او ان ځینې وخت په زور او وهلو ترې د اعتراف غوښتنه شوې ده.

د راپور د معلوماتو له مخې "ځینو راخلاصو شویو کسانو ویلي، چې لږترلږه په ورځ کې اوه ساعته پرې د چاودېدونکو توکو د جوړولو په ګډون زورور کارونه کېدل او په ژمي کې تر صفر ټیټې کچې یخنۍ کې ساتل کېدل".

د طالبانو غبرګون

خو د طالبانو لخوا رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې د یوناما لخوا دغه خپور شوی راپور په کلکه رد شوی او دا راپور یې یو پلوه بللی، چې په وینا یې د بندیانو د ربړونې په اړه د یوناما راپور مغرضانه او له حقیقت څخه لرې دی.

د طالبانو د بندیانو اړوند کمېسیون بي بي سي ته وویل چې د افغان حکومت شاخوا درې زره کسان له دوی سره بندیان دي چې د حکومت پلوو په ګډون زیاته برخه یې د ملي اردو سرتیري او پولیس جوړوي.

دغه کمېسیون همدا راز ویلي چې له حکومت سره شا وخوا ۹۰۰۰ طالبان بندیان دي.

په دې راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړی استازی او همدا راز د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي "زه په توقیف خونو کې د ناسم چلند، شکنجه کولو او همدا شان د ملکي او امنیتي کارکوونکو د غیر قانوني وژنو او همدار راز په توقیف خونو کې د ناسم وضعیت په تړاو د لګول شویو جدي ادعاوو په اړه اندېښمن یم."

یوناما په خپل دې راپور کې کښلي چې د ارزګان د خاص ارزګان ولسوالۍ له شیرا کلي د کلاټګ په نوم د طالبانو له زندان نه د درېیو حکومتي چارواکو په ګډون ۴۵ افغان امنیتي سرتېري او ۸ عام کسان خوشي شوي دي.

یوناما وایي یو شمېر بندیانو ادعا کړې چې د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره وهل ټکول کېدل او ورته ویل کېدل چې دغه سزا یې له حکومته د ملاتړ، له امریکایانو سره د کار او یا له طالبانو سره د جګړې په بدل کې ورکړې.

یوناما ته خلاصو شویو بندیانو ویلي د ځمکې لاندې په داسې حال کې ساتل کېدل چې دوی پکې نه ځایېدل او له چا سره یې د اړیکو نیولو چانس هم نه لاره.

افغان حکومت او وسلوالو طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې د یو بل لسګونه زندانیان خوشي کړي دي.

د تېرې اپریل میاشتې وروستیو کې د طالبانو او حکومت له زندانونو ځینو راخوشي شویو بندیانو بي بي سي ته ویلي وو، زندان کې ځورول شوي او ځینې ملګري یې ان ناروغیو د مرګ تر کومي رسولي دي.

د طالبانو له زندان خوشي شوي ۴۰ کلن زکریا چې بڼه یې توره اوښتې وه، په کمزوري بدن او په سختۍ یې خبرې کولې، بي بي سي ته وویل:

"زه له تقریباً درېیو میاشتو راهیسې مریض یم. خوب نه راځي، سر مې دروند دی او کله کله هېڅ هم نه اورم. په موږ کې یو کس مړ هم شو."

ورته مطالب