د کوچنۍ وژل شوې مهسا قاتلین په ۳۰ کاله بند محکوم شول

د پولیسو د انځور حقوق MOI
Image caption محکمې سجاد اقا د سید اقا زوی او روح الله د نور الله زوی ته دېرش دېرش کاله د بند سزا واوروله.

د کابل د دویمې حوزې ابتدایي محکمې د وړې وژل شوې مهسا د قاتلینو علني محکمه تر سره کړه.

په دغه علني محکمه کې د محکمې قاضي د مهسا په تور دوو تنو نیول شویو، هر یو سجاد اقا د سید اقا زوی او روح الله د نور الله زوی ته دېرش دېرش کاله د بند سزا واوروله.

د افغانستان په قانون کې راغلي، که یو څوک بل کس اختطاف کړي او بیا یې ووژني انسان تښتوونکي د مرګ په سزا محکومېدای شي.

د محکمې قاضي وویل، تورن کسان د اعدام په سزا نه محکومېږي، ځکه چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دی.

د افغانستان د جزا په قانون کې راغلي هر هغه څوک چې د عمر شل کاله یې نه وي پوره کړي په اعدام نه محکومېږي.

قاضي د حکم د اورولو پر مهال وویل: "هر یو سجاد اغا د سید اقا زوی او روح الله د نورالله زوی د کوچنۍ ماشومې مهسا د تښتولو او وژلو قضیه کې د نظارت او توقیف له لومړیو راهیسې او د جزا کوډ ۵۹۸ او ۵۴۷ موادو او د قانون د ۱۱۴ مادې له مخې تاسو هر یو په دېرش دېرش کاله تنفیذي بند محکوم او مجازات یاست".

د محکمې قاضي وویل چې دا وروستۍ پرېکړه نه ده او مقابل لوری کولی شي چې په دې اړه له سره کتنه وکړي.

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په کابل کې یوه کوچنۍ نجلۍ مهسا لومړی وتښتول شوه او بیا یې جسد پیدا شو چې دې کار پراخ غبرګونونه راوپارول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د مهسا وژنه وحشیانه جنایت بللی و او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارښتنه کړې وه چې د دې پېښې عاملینو ته سخته سزا ورکړي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په کابل کې یوه کوچنۍ نجلۍ مهسا لومړی وتښتول شوه او بیا یې جسد پیدا شو.

د کابل پولیسو د دغې کوچنۍ نجلۍ له موندلو وروسته رسنیو ته وویل: 'د مهسا اختطاف کوونکي د نوموړې دوه ګاونډیان ځوانان دي چې هغه یې په ۱۳مه ناحیه خیرخانه کې تښتولې وه او بیا یې د هغې له پلار نه د ۳۰۰ زره ډالرو غوښتنه کوله. خو کله چې د نوموړې کورنۍ په دې اړه پولیس خبر کړل، هغوی نجلۍ له ستونې نیولې او وژلې. بیا یې جسد د اوبو په یوې ویاله کې اچولی و.'

د مهسا پلار مرتضی احمدي هم ویلي و 'له ولسمشر، اجرایه رییس او قضايي ارګانونو زما غوښتنه داده چې د مهسا قاتلان دې په اعدام محکوم شي. "

هغه ټینګار کړی و او ویلې یې ول چې''له ولسمشر، اجرايي رییس او قضايي قوې مې غوښتنه دا ده چې د مهسا قاتلانو ته د اعدام سزا ورکړي. ''

خو د مهسا د پلار دغه غوښتنه نن د قاضي له لوري په محکمه کې پوره نه شوه.

د مهسا د کورنۍ یو غړي بي بي سي ته ویلي و چې د مهسا پلار د واټ پر غاړه صراف و چې اختطاف کوونکو ګومان کړی و چې پلار به یې ډېر مالداره وي.

د یوه صراف د کوچنۍ لور د اختطاف او وژل کېدو څو ورځې وروسته په کابل کې صرافانو کاربندیز وکړ او د صرافۍ تر ټولو لوی مارکېټ شهزاده سرای یې وتاړه.

اعتراض کوونکو له دولته وغوښتل چې د صرافانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او په ټول هېواد یې په هماغه ورځ له صرافانو وغوښتل چې کار بندیز وکړي.

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption د ماشومې مهسا پلار مرتضی احمدي، د لور وژونکو ته د اعدام سزا غوښتونکی و.

له پېښې وروسته د دغې ماشومې د ژوند او مرګ تصويرونه په خواله رسنیو کې لاس پر لاس شول او د مهسا لپاره عدالت غواړو له هشټګ سره د عاملینو لپاره د سزا غوښتنه کېدله.

د کابل صرافانو له دې وړاندې هم څو ځلې کاربندیز کړی و. صرافانو پورې د افغانستان د بازار تړاو کېدای شي خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي.