د 'فساد او فحشا' ادعاوو په اړه د ارګ غبرګون

ارګ د انځور حقوق ARG
Image caption د ولسمشرۍ ماڼۍ ویندوی وايي لویه څارنوالۍ به د شویو ادعاو جدي څېړنه وکړي او له ښاغلي احمدزي به د اسنادو وړاندې کولو غوښتنه وشي.

د افغان ولسمشر ویاند پر ارګ د فساد او فحشا خپورولو ادعاوې رد کړې او هغه یې بې بنسټه بللې دي.

ارګ د ولسمشر د یوه پخواني سلاکار، هغه ادعاوې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځانګړې کړۍ شته، چې د فساد او فحشا خپرولو په هڅه کې دي، ویلي چې د دغه سلاکار خبرې درواغ دي.

له څو ورځو راهیسې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړې امنیتي ساتنې پخواني ستر سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي له خوا شوې ادعا، چې یو شمېر وزیران، د ولسمشر غني سلاکاران او ولسي جرګې وکیلان "د اخلاقي فساد خپورولو" رول لوبوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري په یوې خبرې غونډه کې د ښاغلي احمدزي خبرې "دروغ او بې بنسټه" وبللې.

ښاغلی چخانسوري زیاتوي وروسته له هغه چې ښاغلي احمدزي د ولسي جرګې په ټاکنو کې جرګې ته لار پیدا نه کړه او یو ځل یې بیا وغوښتل چې د ولسمشر د سلاکار په توګه په دندې وګومارل شي خو د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا یې دا غوښتنه و نه منل شوه، ده دا ادعاوې کړي.

د انځور حقوق Khorshid TV
Image caption حبیب الله احمدزی د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې له کابله ځان نوماند کړی و، چې دغې جرګې ته یې لار پیدا نه کړه.

حبیب الله احمدزی د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۲۷ او ۲۸ مې تر سره شوې د ولسي جرګې په ټاکنو کې له کابله ځان نوماند کړی و، چې دغې جرګې ته یې لار پیدا نه کړه، خو ښاغلی احمدزی وايي، د لویې څارنوالۍ او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ یې نوم له کابله ولسي جرګې ته د بریالیو وکیلانو په وروستي نوملړ کې شته خو ادعا کوي، دا چې له ارګ سره جوړ نه و، نو د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې نوم په لوی لاس له لیسته لېرې کړی دی.

د ارګ دا ویاند د ښاغلي احمدزي یادې څرګندونې د شخصي غرض پر بنسټ بللي دي او وايي چې احمدزی صاحب پوهېږي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ښځو حقوق ډېر ارزښت لري نو ځکه یې فحشا خپورولو ادعاوې کړې دي.

ښاغلي چخانسوري د احمدزي څرګندونې د افغانستان ښځو ته سپکاوی بللی دی. نوموړی زیاتوي د ښاغلي احمدزي ادعاوې به د لویې څارنوالۍ خوا په جدي توګه څېړل کېږي او له هغه به د اسنادو وړاندې کولو غوښتنه وشي.

جنرال حبیب الله احمدزي ولسمشر محمداشرف غني ته له نژدې کسانو شمېرل کېده.

د خورشید په نوم له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې احمدزي ویلي، یوې ځانګړې کړۍ ولسمشر په انحصار کې ساتلی او هغوی د فساد په خپورولو کې ځانګړی رول لري.

هغه ادعا کوي چې په هغو څو کلونو کې چې ده په ارګ کې دنده درلوده، ولسمشر غني به یوازې او یوازې له څلورو یا پنځو کسانو سره لیدل چې د ده په وینا همدغې ځانګړې کړۍ د افغانستان په اوسني بد حالت کې او د فساد په خپرولو کې لاس درلود.

ورته مطالب