"د مینې منګل دوه تنه وژونکي نیول شوي دي"

مینه
Image caption مینه منګل د می میاشتې پر ۱۱مه نېټه کابل اتمه حوزه کې وژل شوې وه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د پخوانۍ خبریالې او د ولسي جرګې د سلاکارې مینې منګل دوه تنه وژونکي یې نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، نیول شوي کسان د مینې منګل تر وژنې وروسته له سیمې تښتېدلې وو او پولیس یې په لټه کې وو.

ښاغلي رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د مینې منګل کورنۍ پر همدې دوه کسانو د هغې د وژنې دعوه هم کړې ده.

له بي بي سي سره په جلا خبرو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، دا دوه کسان یې په دوو جلا عملیاتو کې نیول شوي دي. ښاغلي رحیمي زیاتوي چې د مینې منګل پخوانی خاوند هم د هغې په وژنه کې مخامخ تورن دی، او پولیس د هغه او د یو شمېر نورو کسانو په لټه کې دي.

مینه منګل د می میاشتې پر۱۱مه نېټه د کابل ښار اتمه حوزه 'رحمان مېنه ' کې په ډزو ووژل شوه. کورنۍ یې د هغې تر وژنې سملاسي وروسته د هغې پخوانی خاوند په دې وژنه تورن کړ.

Image caption مینه منګل د وژل کېډو پر وخت ۳۰ کلنه وه

نوموړې د وژل کېدو پر مهال د ولسي جرګې د کلتوري کمېسون سلاکاره وه، خو له دې مخکې تر لسو ډېر کلونه افغان رسنیو په تېره تلوېزوني چینلونو کې پروګرام جوړوونکې او ویانده پاتې شوې ده.

مینه منګل د ډاکټر نجیب د حکومت په ورستیو کلونو کې د کابل د ده مراد خان په سیمه کې زېږېدلې او په کابل کې لویه شوې وه. ۳۰ کلنه مینه د خپلې کورنۍ لومړی اولاد و. له دې وروسته یو ورور او ورپسې پنځې خویندې دي.

کورنۍ یې وایي، مینه د ډېرو کمالونو خاونده وه. قابله، د حقوقو محصله، لیکواله او شاعره وه. د دغو ټولو وړتیاو سربېره یې له خبریالۍ سره ډېره مینه لرله.

په افغانستان او له افغانستان بهر ګڼ شمېر فعالانو او خبریالانو د مینې منګل وژنه غندلې وه او له افغان حکومته یې غوښتي وو چې د هغې قاتلین دې ژر تر ژره ونیول شي.