کرېکټ نړیوال جام: انګلنډ افغانستان ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption په اتلسم اوور کې انګلنډ هدف بشپړ او لوبه يې وګټله

د کرېکټ نړیوال جام تمریناتي سیالو کې افغانستان نن له کوربه انګلنډ سره خپله تمریناتي لوبه په ۹ وېکټو وبایلله. پچه انګلنډ ګټلې او د توپ اچولو پریکړه یې وکړه. د افغانستان لوبډله په ۳۹م اور کې په ۱۶۰ منډو وسوځېده. انګلنډ لوبډلې د ۱۶۱ منډو هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اور کې ترلاسه کړ.

د افغانستان د منډو پیل ښه نه و او لومړۍ دوه وېکټې ژر ولوېدې. حضرت الله ځاځی او رحمت شاه په کمو منډو وسوځېدل. نور علي ځدراڼ ښه لوبه روانه کړې وه، خو په ۳۰ منډو یې خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

ورپسې افغانستان پرلسې توګه په اسانۍ خپلې وېکټې له لاسه ورکړې. خو په پای کې محمد نبي د یو څه مودې لپاره پر وېکټه ودرېد او ۴۴ منډې یې جوړې کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا سیالۍ د لندن سوېل په اوال لوبغالي کې ترسره کیږي

په پای کې د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۹م اور کې په ۱۶۰ منډو وسوځېد.

د انګلنډ لپاره ارچر او روټ درې درې وېکټې واخیستې.

د انګلنډ لپاره جو روی او بېرسټوف لوبه ډېره ښه پیل کړه او د ۷۷ منډو ملګرتیا یې وکړه. بېرسټوف په ۳۹ منډو د محمد نبي په توپ وسوځېد.

خو روی په ۲۸ منډو خپله پنځوسه پوره کړه او تر پایه په ۸۹ نا سوځېدلی پاتې شو. جو روټ هم ۲۹ منډې وکړې.

په پای کې انګلنډ په اتلسم اور کې ۱۶۱ منډې پوره کړې او لوبه یې وګټله.

د انځور حقوق ACB
Image caption کرېکټ نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو جام د رسمي لوبو له پیل وړاندې به هره لوبډله دوې تمریناتي لوبې کوي

دا سیالۍ د لندن سوېل په اوول لوبغالي کې ترسره شوه.

دا د کرېکټ نړیوال جام تمریناتي سیالیو کې د افغانستان دویمه تمریناتي لوبه ده. لومړۍ تمریناتي لوبه افغانستان له پاکستانه په دریو ويکټو وګټله.

کرېکټ نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو جام د رسمي لوبو له پیل وړاندې به هره لوبډله دوې تمریناتي لوبې کوي.

نړیوال جام کې د افغانستان لومړنۍ رسمي لوبه به د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره وي.

ورته مطالب