طالبان: ملابرادر د خبرو او کتنو لپاره مسکو ته تللی

برادر د انځور حقوق .
Image caption ملابرادر وروسته له څو کاله زندان په پاکستان کې سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه له اسلام اباده قطر ته ولاړ.

د وسله والو طالبانو یو ویاند خبري رسنیو ته لېږلې خبرپاڼه کې وايي، د د دې ډلې د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوی مسکو ته تللي. ذبیح الله مجاهد په استول شویو معلوماتو کې د سفر موخه له روسي چارواکو سره ډیپلوماتیکي کتنې او په بین الافغاني غونډه کې ګډون په ګوته کړی.

اعلامیه کې راغلي چې یاد پلاوی به مسکو کې د افغانستان او روسیې د خپلمنځي اړیکو د سلمې کلیزې په اړه مراسمو کې هم ګډون کوي.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ مسکو ته تللی پلاوی ۱۴ کسیز دی چې پکې د طالبانو د سولې مرکچيانو په ګډون نورې پېژندل شوې څېرې هم شته.

ټاکل شوې طالبان د چارشنبې په ورځ له افغانستان نه د ورغلو یو شمېر سیاسي څېرو او فعالینو سره هم غونډه ولري. د دغو سیاسي څېرو په سر کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه پخوانی مرستیال او د سولې شورا اوسنی مشر کریم خلیلي راځي چې هغوی هم مسکو ته تللي دي.

د سولې د عالي شورا ویاند جاوېد غفور وایي، ټوله موخه له حکومت سره د طالبانو مخامخ کتنې ته لار جوړول دي.

تر دې وړاندې سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته ترسره شوه چې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده، چې د افغان حکومت له مخالفت او نیوکو سره مخ شوه.

په هغې غونډې کې ویل شوي ول چې بین الافغاني ناستې د افغان سولې په بهیر کې اړینې دي او دوام به کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسکو ته تللی پلاوی ۱۴ کسیز دی چې پکې د طالبانو د سولې مرکچيانو په ګډون نورې پېژندل شوې څېرې هم شته.

مسکو هر وخت پر دې ټینګار کړی چې غواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې فعاله ونډه ولوبوي.

ملابرادر په پاکستان کې له څو کاله زندان وروسته سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه له اسلام اباده په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته ولاړ او هلته د طالبانو د دفتر مشري ور وسپارل شوه.

ښاغلي برادر د افغان سولې لپاره د امریکایي حکومت له خوا ټاکل شوي پلاوي او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره څو ځلې وکتل، خو کومې وروستۍ پرېکړې ته سره ونه رسېدل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېرځل مسکو ته د طالبانو د تللي پلاوي مشري شیرمحمد عباس ستانکزي کوله.

۵۸ کلن ملا برادر د طالبانو د شورا مهم غړی او د ملا عمر مرستیال پاتې شوی. ویل کېږي ملا برادر له هغو څلورو کسانو یو و، چې ۱۹۹۴ کال کې یې د طالبانو تحریک پیل کړ.

وروسته چې امریکايي ځواکونه ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته ننوتل او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ نو ملا برادر د وسله والو طالبانو د مقاومت یو مهم غړی شو.

ورته مطالب