جرګه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي بېوزله دي"

د نړیوالو له میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي بېوزله دي.

د ځينو پر باور دوامدار جګړه او فساد هغه دوه ستر لاملونه دي چې له اقتصادي اړخه افغانستان او وګړي يې پر خپلو پښو درېدو ته نه پرېږدي.

که له یوه پلوه اوږدې جګړې په افغانستان کې بېوزلي زېږولې ، له بل اړخه بیا بېوزلي په دې هیواد کې د همدغې جګړې له دوام سره مرسته کړي.

خوشال تایب پرې له کابله راپور لري.