یونیسف: افغانستان کې پر ښوونځیو بریدونه درې برابره ډېر شوي

یونیسیف د انځور حقوق UNICEF
Image caption یونیسف: په افغانستان کې د ښوونځیو ښوونکي ګواښل کېږي، تښتول کېږي او وژل کېږي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسف اجرايي مشرې هنریتا فور ویلي، په افغانستان کې د ښوونځیو ښوونکي ګواښل کېږي، تښتول کېږي او وژل کېږي او په دې سره په دغه هېواد کې د یوه بشپړ نسل هیلې له خاورو سره خاورې کېږي.

د یونیسف د تازه راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې پر ۱۹۲ ښوونځیو بریدونه شوي دي، دا شمېره له دې وړاندې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ۶۸ ښوونځیه وه او په دې سره یونیسف وايي په تېرو دوه کلونو کې پر ښوونځیو بریدونه درې برابره ډېر شوي دي.

د یونیسف ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر ۲۰۱۸ کال تر پایه د نا امنیو له امله زر ښوونځي تړل شوي او دې سره شاوخوا پنځه سوه زره نور ماشومان له زدکړو بې برخې شوي دي.

یونیسف وايي، د اټکل له مخې په ټول افغانستان کې د جګړې او روانو ناخوالو له امله درې میلیونه او اوه سوه زره ماشومان چې عمرونه د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي له زدکړې بې برخې دي.

له زده کړې د بې برخې ماشومانو شپیته سلنه نجونې دي.

په راپور کې پر ښوونځیو د برید یو لامل دا ښودل شوی چې هلته د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د رایې ورکولو مرکزونه هم جوړ شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې وینا پاڼه کې په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې پر ښوونځیو بریدونه پای ته ورسوي او د زدکړې د بهیر ملاتړ وکړي.

یونیسف وايي د نا امنۍ ترڅنګ نور لاملونه هم شته چې ماشومان یې له ښوونځي راګرځولي، لکه بې وزلي او د نجونو سره توپيري چلند.

یونیسف په یوه وینا پاڼه کې ویلي له حکومت او نورو اړوندو بنسټونو سره ګډ کار کوي چې د ښوونځي له اډانې د باندې په کورونو او نورو ځایونو کې په نا رسمي توګه د زدکړې لړۍ چټکه کړي.

په دې وینا پاڼه کې په جګړه کې له ښکېلو خواو غوښتل شوي چې پر ښوونځیو بریدونه پای ته ورسوي او د زدکړې د بهیر ملاتړ وکړي.

ورته مطالب