ورځپاڼې: طالب مشران د سولې خبرو کې پرمختګ غواړي

مسکو د انځور حقوق Getty Images
Image caption واشنګټن پوسټ زیاتوي د مسکو په غونډه کې د ملا برادر ګډون دا ښيي چې طالبان غواړي د مشرتابه کچې یوې داسې څېرې ته د خلکو پام واړوي چې له کلونو وروسته یو ځل بیا تازه د سیاست ډګر ته راوتلی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي دا ډیره مهم خبره ده چې د لومړي ځل لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال مشر ملا عبد الغني برادر د رسنیو مخې ته په علني غونډه کې په مسکو کې را ښکاره شو.

ورځپاڼه لیکي د مسکو په پرونۍ غونډه کې د ملا برادر لنډې خبرې چې د سولې په اړه یې وکړې دا ښيي چې د طالبانو مشران غواړي چې د سولې په برخه کې پرمختګ وشي.

د ورځپاڼې په خبره داسې ښکاري چې د وروستیو پرمختګونو په پام کې نیولو سره به د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې ګړندۍ او پراخې شي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي د مسکو په غونډه کې د ملا برادر ګډون دا ښيي چې طالبان غواړي د مشرتابه کچې یوې داسې څېرې ته د خلکو پام واړوي چې له کلونو وروسته یو ځل بیا تازه د سیاست ډګر ته راوتلی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب چې پرون اسلام اباد ته رسېدلی له پاکستاني چارواکو سره پر سولې او امنیتۍ همکارۍ خبرې کړي.

یونیسف: افغانستان کې پر ښوونځیو بریدونه درې برابره ډېر شوي

د افغانستان ټاکنو کمېسیون بهرني سلاکاران؛ څوک دي او څه واکونه لري؟

ورځپاڼه زیاتوي په دې سفر سره هغه ځنډ پای ته ورسېد چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلو اړیکو له امله رامنځته شوی و.

ورځپاڼه لیکي سرچینو ورته ویلي تمه ده له اختر وروسته د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ نور لیده کاته هم وشي.

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ملاتړو د پاکستان پوځ وسله وال برید ته د مخالف غږ د خفه کولو نوم ورکړی.

ورځپاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه په یوه تفصیلي مطلب کې لیکلي له وروستیو پېښو ته په کتو داسې ښکاري هیڅوک نه شي کولی د پاکستان پوځ مخې ته ودریږي.

د پاکستان پیاوړي پوځ د خپلې خوښې نوماند د واک په ګدۍ کښیناوه، له هند سره په وروستۍ شخړه کې یې یو ډول بری تر لاسه کړ او په رسنیو کې یې انتقاد غږ غلی او یا د خپلو خبرو منلو ته اړ کړ، اوس یې مخ د هغه مخالفت له منځه وړلو ته اړولی چې د پوځ واکمني نه مني چې هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ملاتړو د پاکستان پوځ وسله وال برید ته د مخالف غږ د خفه کولو نوم ورکړی.

دا غورځنګ د ورځپاڼې په وینا د پاکستان له امنیتي ځواکونو د ناقانونه وژنو او نورو بې عدالتیو حساب غواړي.

ورځپاڼه لیکي د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته ګواښ کړی و چې نورد دې غورځنګ په وړاندې زغم نه شي کولی.

نیویارک ټایمز زیاتوي په خړ کمر کې د وروستۍ پیښې په اړه د پاکستان پوځ وايي لاریون والو پر پوځی سرتیرو برید کړی او وروسته پوځ پر هغوی ډزې کړي، خو ورځپاڼه لیکي پوځ د هغه څه د ردولو لپاره هیڅ دلیل نه دی وړاندې کړی چې عیني شاهدان یې وايي او خپرې شوې ویډیوګانې یې ښيي، هغه ویډیو ګانې چې د پوځ د ادعا برعکس ښودنه کوي.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي د سعودي عربستان حکومت په لندن کې پر میشت سعودي مخالف په انټرنیټي برید کې په لاس لرلو تورن شوی.

ورځپاڼه لیکي اوس پولیس د سعودي د دغه مخالف غانم المصاریر ساتنه کوي.

غانم المصاریر پر یوټیوب د طنز په بڼه په سعودي عربستان کې پر شاهي کورنۍ په تېره پر پاچا سلمان او د هغه پر زوی محمد بن سلمان چې ولیعهد یې هم دی نیوکې کوي.