افغانستان: کرنیز سکتور کې د ښځو ونډه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان: کرنیز سکتور کې د ښځو ونډه

د افغانستان د کرنې وزارت وایي سږ کال یې شاوخوا ۲۵ زره ښځو ته د کرنې اوبڼوالۍ په برخه کې زمینه برابره کړې ده. دغه وزارت وایي د نا رسمي شمېرو له مخې نژدې ۶۶ سلنه ښځې پر کرنه بوختې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې تر ۵۰ فیصدو لږې ښځې له کوره بهر په کاري برخه کې فعالې دي. نور حال زلمی اشنا له مزار شریف لري.