دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو له زندانه ۲۸ بندیان خوشي شول

راخوشي شوي بندیان د انځور حقوق Ministry of Defense
Image caption په انځورونو کې ښکاري، چې د دغو کسانو پښې په ځنیځیرونو تړل شوې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ کې افغان ځانګړو کومانډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د طالبانو له بنده ۲۸ بندیان خوشي کړي، چې ۱۶ یې ولسي وګړي او ۱۲ نور امنیتي او دفاعي سرتېري دي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې عملیاتو کې دوه طالبان وژل شوي او ټول خوشي شوي کسان تر درملنې لاندې دي.

دفاع وزارت د خوشي شویو کسانو انځورونه هم خپاره کړي، چې په یوه سمڅ ډوله خونه کې ساتل کېدل.

په انځورونو کې ښکاري، چې د دغو کسانو پښې په ځنیځیرونو تړل شوې دي.

څو ورځې وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' په یوه تازه رپوټ کې ویلي وو، طالبانو له توقیف شویو کسانو سره داسې ناسم چلند کړی، چې ربړونه ګڼل کېدای شي.

د یوناما په راپور کې راغلي وو، د بندیانو لخوا داسې ادعاوې شوي چې ګني ربړول شوي او په ځینو حالاتو کې ان وژل شوي هم دي.

په دې راپور کې ویل شوي، زندانیان په بدو شرایطو کې ساتل شوي او اجباري کارونو ته اړایستل شوي دي.

راپور وايي، خاص ارزګان کې ځینې کسان له طالبانو سره له ۲۰۱۶ کال راهیسې بندیان دي.

د طالبانو غبرګون

خو د طالبانو لخوا رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې د یوناما لخوا دغه خپور شوی راپور په کلکه رد شوی او دا راپور یې یو پلوه بللی، چې په وینا یې د بندیانو د ربړونې په اړه د یوناما راپور مغرضانه او له حقیقت څخه لرې دی.

د طالبانو د بندیانو اړوند کمېسیون بي بي سي ته وویل چې د افغان حکومت شاخوا درې زره کسان له دوی سره بندیان دي چې د حکومت پلوو په ګډون زیاته برخه یې د ملي اردو سرتیري او پولیس جوړوي.

دغه کمېسیون همدا راز ویلي چې له حکومت سره شا وخوا ۹۰۰۰ طالبان بندیان دي.

افغان حکومت او وسلوالو طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې د یو بل لسګونه زندانیان خوشي کړي دي.

د تېرې اپریل میاشتې وروستیو کې د طالبانو او حکومت له زندانونو ځینو راخوشي شویو بندیانو بي بي سي ته ویلي وو، زندان کې ځورول شوي او ځینې ملګري یې ان ناروغیو د مرګ تر کومي رسولي دي.

د انځور حقوق .
Image caption راخوشي شوي زندانیان له حکومت او وسلوالو طالبانو دواړو غواړي، چې ورسره پاتې نور زندانیان - چې ناروغه دي، هم د راروانې روژې میاشتې په درناوي خوشي کړي.

د طالبانو له زندان خوشي شوي ۴۰ کلن زکریا چې بڼه یې توره اوښتې وه، په کمزوري بدن او په سختۍ یې خبرې کولې، بي بي سي ته وویل:

"زه له تقریباً درېیو میاشتو راهیسې مریض یم. خوب نه راځي، سر مې دروند دی او کله کله هېڅ هم نه اورم. په موږ کې یو کس مړ هم شو."

له افغان حکومت سره بندیان

افغان حکومت هم په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر هغه کسان چې له طالبانو سره د تړاو او په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو په تور نیولي وو، له بنده خوشي کړي دي. دوی هم په زندانونو کې د سختیو خبرې کوي.

د وردګو ولایت اوسیدونکی حفیظ الله وايي، پنځه نیم کاله یې بګرام، څرخي پله او د ملي امنیت زندانونو کې کې تېر کړي دي:

"کوم خواړه چې دوی بندیانو ته ورکوي، د انسان ګوزاره نه ورباندې کېږي او پرې مړیږي هم نه. جزايي بلاک کې لس شپې او ورځې د دوی خوب نه شته. له پاسه اوبه ورباندې اچول کېږي او ځنځیر پرې ګرځول کېږي. د ځینو بندیانو ږیره، برېت او وېښته په زور پرې خريي."

ورته مطالب