کابل کې پر ملي دفاعي پوهنتون 'ځانمرګي' برید شپږ کسان وژلي

تر اوسه د برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی - د ارشیف عکس د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه د برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی - د ارشیف عکس

د افغانستان پلازمېنې کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلورلاره کې د 'محمد قسیم فهیم ملي دفاعي پوهنتون ' ته د ننوتلو لومړۍ دروازه کې 'ځانمرګی' برید شوی دی.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي، په چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي، چې په وینا یې بریدګر غوښتل پوهنتون ته ننوځي، خو ساتونکو پېژندلی او بریدګر په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

ښاغلی فرامرز وايي، برید غرمه مهال نژدې ۱۲ بجې پلی روان و او د لومړي قراول دروازه کې ساتونکو پېژندلی دی.

نوموړی وايي، د وژل شویو او ټپیانو هویت لا څرګند نه دی. په سیمه کې عیني شاهدان وایي، محصلین د جمعې رخصتۍ لپاره کورونو ته روان وو چې برید شوی دی.

د ۲۰۱۸ کال اګست میاشت کې هم د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز، چې د پنځمې حوزې اړوند وزیر کلا سیمه کې برید شوی و، چې یواز د دوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د ۲۰۱۷ کال اکتوبر میاشت کې هم له یاد پوځي پوهنتونه بهر یوې چاودنې لږترلږه ۱۵ محصلین ووژل. د ملي امنیت دغه روزنیز مرکز قمبر څلور لارې ته نژدې دی.

دې مرکز ته نژدې ملي دفاعي پوځي پوهنتون هم موقعیت لري. له دې مخکې هم په دغه سیمه کې څو بریدونه شوي دي. تراوسه د دغه تازه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

ورته مطالب