کابل: موټر بم چاودنې څلور کسان وژلي

انفجار د انځور حقوق Getty Images
Image caption عکس له ارشیف نه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل نهمې حوزې اړوند وزیرکلا سیمه کې موټر بم چاودنه شوې ده.

د وزارت په وینا له چاودېدونکو توکو ډک موټر وزیر کلا سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان هدف ګرځولی.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت محفوظ ذبیدي ته ویلي چې په دې پېښه کې څلور امریکايان ټپیان شوي دي.

په خواله رسنیو کې خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې له سیمې پراخ لوګی لوړ شوی دی.

چاودنه نن (غبرګولی ۱۰/مې ۳۱) سهار شاوخوا اته نیمې بجې وشوه چې غږ یې تر ډېر لرې اورېدل شوی دی.

د چاودنې مسولیت طالبانو منلی دی. دې ډلې رسنیو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې لس بهرنيان یې وژلي دي.

تېره ورځ هم کابل کې پر ملي دفاعي پوهنتون 'ځانمرګي' برید شپږ کسان ووژل او شپږ نور یې ټپيان کړل.

برید د پلازمېنې پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلورلاره کې د 'محمد قسیم فهیم ملي دفاعي پوهنتون ' ته د ننوتلو لومړۍ دروازه کې وشو.

ورته مطالب